ولايتي شورا وايي دولايتي ادارې په مرسته يې دبريښنا تعرفه کښته کړې

دولايتي شورا په غونډه کي د دې موضوع سربېره په کندهارښار او ولسواليو کي د روغتيايي ستونزو، دروان کال دحجاجو پر پروسې او يوشمېر نورو موضوعاتو باندي بحث وسو.

دولايتي شوراغونډه ،چي دحاجي سيدجان خاکريزوال په مشرۍ جوړه سوې وه پکښي دمرستيال ترڅنګ نورو غړو هم برخه اخيستې وه. په غونډه کي پر يوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبري وسوې او په اړه يې لازم تصاميم ونيول سوه.

d

دولايتي شورا ديک شنبې نوبتي غونډي ته دعامي روغتياسرپرست رئيس ډاکټرمحمد عظيم زمريال په دې موخه وربلل سوی ؤ ،ترڅو په ښار او ولسواليو کي يوشمېر روغتيايي ستونزي ورسره شريکي کړي.

دولايتي شورا رئيس او غړو دميرويس روغتون په ګډون په ښار او ولسواليو کي د ښاريانو يوشمېر هغه روغتيايي ستونزي مسؤلينوته په ګوته کړې، چي دامهال ورسره لاس او ګريوان دي.

دولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال وايي په ښار او ولسواليو کي دبې کيفيته درملو او خوراکي توکو موجوديت ،په ولسواليو کي دغيرمسلکي کسانو له لوري دمعاينه خانو فعاليت او ګڼي نوري ستونزي يې د روغتيارياست دمسؤلينو سره شريکي کړي ،چي دحل ډاډ ورکول سوی.

ff

د دې سره په څنګ کي ولايتي شورا دکندهار ارشاد حج او اوقافو رئيس هم شورا ته وربللی و او دروان کال دحجاجو دانتقال پر پروسې او هغوئ ته داسانتياوو پر برابرولو يې ورسره خبري وکړې .

دولايتي شورا رئيس او غړو وويل دټولو ممکنه لاروچارو څخه په استفاده بايد د دې حوزې ټول حجاج د اسانتياوو څخه برخمن وي او موجوده ستونزي يې له منځه ولاړسي .

ولايتي شورا دحج او اوقافو رئيس او دعمرې مديرته په دې موخه ستاينليک ورکړ ،چي دحجاجولپاره يې ګڼي اسانتياوي رامنځ ته کړي .

fff

دکندهار – روزګان ترمنځ دغځيدلي لاري موټروانانو ولايتي شورا ته شکايت وکړ ،چي دتګ او راتګ په لارکي دامنيتي پوستو ځيني سرتيري يې زهيروي او ستونزي ورته پيښه وي.

دولايتي شورا رئيس وايي ديادو کسانو موضوع يې دکندهار امنيه قوماندان او د شاه وليکوټ ولسوالۍ دقوماندان سره دتليفون پرليکه شريکه کړې ،چي دهغوئ له لوري دحل ډاډ ورکول سوی.

ffff

ولايتي شورا رئيس وايي دولايتي ادارې په مرسته يې دبريښناتعرفه هم کښته کړې ،چي په نژدې راتلونکي کي به يې پايلي دولس سره شريکي کړي. دولايتي شورا په غونډه کي دخلکو پرعرضپاڼو هم بحث وسو او دحل په موخه اړوند ادارو ته راجع سوې.

راپور: ولي محمد انوري

497 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

19399470_1438434009555318_5707668923135452937_n

سبا له کندهاره هند ته ۴۰ ټنه تازه مېوه او طبي نباتات صادريږي

سبا له کندهاره په لومړي ځل هند ته د کارګو له لاري ۴۰۰ ټنه تازه ...