معلولين وايي، حکومت دي يې د سرپنا او کار غم وخوري

د افغان معلولينو د بیارغوني د ټولني غړو دغه غوښتني د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا سره د يوې ليدني پر مهال وکړې. په دغه لیدنه کي کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا وویل، په ټول توان هڅه کوم چي د معلولينو ستونزي هواري او په ژوند کي يې اسانتیاوي ورته برابري کړي.

د يکشنبې په ورځ د افغان معلولينو د ټولني يو شمېر غړو خپلي ستونزي او غوښتني د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا سره شريکي کړې. معلولينو د کندهار والي څخه غوښتنه وکړه چي حکومت دي يې د سرپنا لپاره د کورونو او کار غم وخوري.

19149140_1433880003344052_2203326345016017817_n

هغوی وویل، په کندهار کي معلولين اوس په ډېر ستونزمن حالت کي ژوند کوي او د کار زمېنه هم نه ده ورته برابره.

معلولينو همداراز د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا څخه غوښتنه وکړه چي حکومت دي يې اولادونو ته د تعليم زمېنه هم برابره کړي، ترڅو هغوی وتوانېږي چي زده کړي وکړي او په راتلونکي کي خپل هيواد او خلګو ته خدمت وکړي.

وروسته کندهار والي تورن جنرال زلمي په خپلو خبرو کي وويل چي په ټول توان به هڅه وکړي ترڅو د معلولينو ستونزي هواري او د هوسا ژوند کولو زمېنه ورته برابره کړي.

19260679_1433880020010717_5628781302672313530_n

ښاغلي ويسا وويل، ټولو دولتي ادارو او موسساتو ته به هم سپارښتنه وکړي چي معلولينو ته د هغوی د توان سره سم کار پيدا کړي او په دندو يې وګماري.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا همداراز د معلولينو د اولادونو لپاره د تعلیم د زمينې د برابرولو ژمنه هم وکړه او وې ويل چي په دې برخه کي به ډېر ژر اجرآت وکړي.

د يادي ليدنې په وروستيو کي معلولينو د افغاني دود سره سم کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا ته د اعزاز بګړۍ هم ور پر سر کړل.

راپور: قدرت الله خوشبخت

570 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

19399470_1438434009555318_5707668923135452937_n

سبا له کندهاره هند ته ۴۰ ټنه تازه مېوه او طبي نباتات صادريږي

سبا له کندهاره په لومړي ځل هند ته د کارګو له لاري ۴۰۰ ټنه تازه ...