له الهي احکامو سرغړونه اروايي ناروغي مينځ ته راوړي

د انسان لپاره جسمي او رواني ناروغۍ ډېر زيانونه لري. په قرآن کريم کي راغلي دي:

ژباړه: هر څوک چي زما له ياده غافل سي، ژوند به يې تنګ سي. (طه: ۱۲۴)

هغه خلک، چي په الله تعالی ايمان نه راوړي، نو نوموړي کسان به تل د انديښنې، بيري او اروايي ناروغيو سره مخ وي، چي پای کي په جسمي ناروغيو اخته کېږي او ژر زړېږي.

اوسنیوساينسي او روغتيايي څېړنو او پلټنو معلومه کړې ده، چي د زړه تنګوالی يوه اروايي ناروغي ده.

اروايي ناروغي د جسمي ناروغيو د مور حيثيت لري او اکثره اروايي ناروغان د عقلي ناروغۍ، روږ دي کېدل، بې خوبۍ، د پوستکي ناروغۍ، د ګېډي ناروغۍ، د وينې لوړ فشار، حساسيت يا الرژي، نیم سری، د هډوکو ناروغي، د پښتورګو ناروغي، د زړه حمله، تنفسي ستونزي، قلبي حملې او دماغي ستونزي پيداکوي.

د پورته ناروغيو اصلي لامل اروايي ناروغي ده. رواني فشار د عقل يو اظطرابي حالت دی چي احساسات، لکه بيره، انديښنه او داسي نوري ستونزي پيداکوي. په دې سره شکر، کلسترول او د وينې غوړ ډېرېږي او د وينې فشار هم لوړېږي او نبض چټکېږي،د شکر زياتېدل، د زړه لوړ فشار، سرطان، تنفسي او د پوستکو د ناروغيو لامل ګرځي او آن چي د دماغ د حجرو له مینځه تلو زمينه برابروي.

هرڅومره چي د ناروغ اروايي حالت بد وي، د وينو د سروکروياتو فعاليت لږ وي، د انسان دفاعي ځواک کمزوی کېږي او همدارنګه د سرطان د ناروغيو يو لامل اروايي خفګان او تکليف دی.

مسلمانان بايد د الله تعالی ټول احکام ومني، نو هېڅکله به د اروايي ناروغيوسره مخامخ نه سي.

476 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

Reading-1-810x423

هغه کسان، چي روژه نیسي، ژر نه زړېږي

روژه د الله تعالی ج له خوا د برکتونومیاشت ده او د مسلمانانو لپاره د ...