د کندهار د سولي شورا نوي رئيس د کندهار والي سره وکتل

شېر احمد حقيار چي د سولي عالي شورا لخوا د کندهار د سولي ولايتي شورا د نوي رئيس په توګه ټاکل سوی، د يکشنبې په ورځ يې د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا سره پر داسي مهال وکتل چي په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري هم حضور درلود.

19247945_1433887586676627_3643885204443202006_n

په دغه ليدنه کي کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا د سولي شورا د پخواني رئيس کارونه او هڅي وستايلې او نوي رئيس ته يې په دنده کي د بريا هيله وکړه.

کندهار والي د سولي شورا نوي رئيس ته سپارښتنه وکړه چي د سولي په راوستلو کي پوره هڅې وکړي او وسلوال مخالفين د سولي د پروسې سره يوځاي کړي.

د سولي شورا نوي  رئيس شېراحمد حقيار هم ژمنه وکړه چي د سولي په راوستلو کي به پوره هڅې وکړي او وسلوال مخالفين به وهڅوي چي د سولي د پروسې سره يو ځاي سي.

بايد وویل چي تر شېراحمد حقيار وړاندي عطامحمد احمدي د کندهار د سولي شورا رئيس وو.

خبري څانګه

425 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

6

ولایتي شورا وايي، چي کندهار کي بايد دملي اردو سرتیرو رهبري غښتلې سي

دکندهار ولایتي شورا رئیس او غړو دیکشنبې په نوبتي غونډه کي وویل،چي دملي اردو سرتیري ...