د زابل ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د ادارې ودانۍ د بنسټ ډبره کښېښودل سوه

ددې ولایت والي وايي چې پریاده ودانۍ یوولس نیم میلیونه افغانۍ لګښت راځي چي د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لخوا ورکول کیږي.

د زابل والي بسم الله افغانمل وايي دا مهال زموږ ډيري ملکي ادارې خپلي ودانۍ نه لري او د کرايې له کورونو څخه استفاده کوي، له همدې کبله ئې د ټولو هغه ادارو له اړوندو وزارتونو څخه غوښتنه وکړه کوم چي ودانۍ نه لري تر څو د خپلو ادارو د ودانیو لپاره بودیجه منظور کړي.

d

افغانمل د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له مشرتابه څخه له دې امله مننه وکړه چي د زابل د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د ودانۍ لپاره ئې بودیجه منظور کړې ده.

دزابل والي زیاته کړه چي دغه دوه پوړیزه ودانۍ په یو جریب مځکه کي د یوولس نیم میلیونه افغانیو په لګښت په اساسي ډول د نهو میاشتو په موده کي د سلیمان زابلی ساختماني شرکت له لوري جوړېږي.

ddدیادوني وړده چي ددې ودانۍ د بنسټ ډبره په داسي حال کې ایښودل کیږي چي څه موده وړاندي دپوهني ریاست اړوند د مسلکي زده کړو د انستیتیوت د بنسټ ډبره ایښودل سوې وه.

راپور: مختار اميري

328 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

19399470_1438434009555318_5707668923135452937_n

سبا له کندهاره هند ته ۴۰ ټنه تازه مېوه او طبي نباتات صادريږي

سبا له کندهاره په لومړي ځل هند ته د کارګو له لاري ۴۰۰ ټنه تازه ...