آی، ايس، آی د ترهګرو د روزلو شبکه

ليکنه: جمشيد ځواک

د ملي امنيت عمومي رياست وايي، دکابل بريد د ISI په لارښوونه حقاني شبکې کړی.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست پرون ناوخته يوه خپره کړې خبرپاڼه کي خبر ورکړ، چي د کابل ښار ترورستي او خونړۍ بريد په پاکستان کي مېشت د حقاني شبکې له خوا د پاکستان د استخباراتي سازمان یا  ISIپه مستقیمه لارښونه او همکارۍ پلان سوی ؤ.

په دغه وحشي بريد کي، چي د روژې په مبارکه مياشت کي ترسره سو، تر پنځه سوه زياتو کسانو ته، چي ښځي، کوچنيان او سپين ږيري هم په کښي شامل دي، مرګ ژوبله واوښته.

18814344_1416581588407227_8051298599506083386_n

دغه ترهګريز بريد، داسي مهال د يوه ټانکر موټر په وسيله رامنځته کېږي، چي خلګ خپلو وظيفو او ځيني د خپلو کورونو د سودا را وړلو لپاره بازار ته راوتلي وه.

وحشي ترهګرو د خلګو د همدې ګڼي ګوڼي څخه په استفاده موټر ته چاودنه ورکړه، د چاودني سره سم سيمه په دود او دوړو باندي و پوښل سوه، خلګ تر دېوالونو لاندي سوه او ځيني نور په خپلو موټرونو کي ژوندي سوځل کېدل.

a8e77b20-57a5-4cb7-8ca8-df8f78aefc62

ښځو، چي خپلو کورونو ته يې سودا اخيستې وه، لاسونه يې د وحشي ترهګرو په بريد کي په وينو ولړل سول. د ډېرو ښځو سره ورسره کوچنيان ورک سول، هغوئ چغي پسي وهلې، خو ددوئ د چغو د اورېدو څوک نه وو.

په سيمه کي د ګڼو کورونو هنداري ماتي سوې، ښځي او کوچنيان يې په خپلو کورونو کي شهيدان او ټپيان کړل.

بريد ګرو ددې عام وژني او انسانيت وژني د صحنې څخه خوند اخيست.

B16E7A3E-241A-4F20-86B3-93BF8395CF63_w1023_r1_s

د روژې مياشت خو پرېږده، هغوئ پر هغه مور هم زړه ونه سوځاوه، چي د خپل کوچني زوی د شېدو اخيستلو لپاره بازار ته راوتلې وه او يا هغه ځوان، چي د خپلو اولادونو د نفقې پيدا کولو په سبب د ژورې په دې سره ګرمي کي په خوارۍ پيسې را وتلی ؤ.

تر پېښي وروسته د افغان د ملي امنيت ادارې خپل لومړني معلومات د خلګو سره شريک کړل او څرګنده يې کړه، چي بريد د حقاني شبکې د پاکستان د ISI په مسقيمه لارښوونه کړی ؤ.

_96297375_18815231_1323787557697483_3676375873730182888_o

وروسته جمهور رئيس محمد اشرف غني په پېښه کي د ټپي سوو کسانو پوښتني ته ولاړ او ددغه بريد ټينګه غنده يې وکړه او د شپې ناوخته يې په تلوېزيوني وينا کي پر افغانانو ږغ وکړ، چي د ترهګرۍ ضد جګړه کي د حکومت ترڅنګ ودريږي.

نوموړي دغه راز وويل، چي د کابل تر خونړي بريد وروسته ددې وخت راغلی، چي افغان حکومت د خپل ولس سره په ګډه د خپلو مخالفو وسلوالو پر ضد ملي اجماع وکړي.

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم د تېري ورځي د وحشيانه بريد د غندني په اړه خبرپاڼه خپره کړې.

 

18882005_889654161175393_1895346024934681433_n

د نوموړي ددفتر له خوا خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د تروريستانو دغه ډول جناياتو لپاره بايد نړۍ يو لاس سي او يو دبل سره هر اړخيزه همکاري وکړي.

دغه راز په کندهار کي ديني عالمانو او عامو خلګو ددې وحشت ناکه او ترورستي بريد سخته غندنه کړې او دا کار يې د اسلام ضد ډلو کار بللی دئ.

دکندهار يو تن ديني عالم مولوي عبيد الله فيضاني وايي: قتل حرام دئ او په روژه کي خو بيخي حرام دئ، موږ نه پوهېږو، چي دا ولي او څوک کوي.

2-8

يو شمېر نور ديني عالمان له نړيوالو په ځانګړي ډول د اسلامي هيوادونو څخه غوښتنه کوي، چي د تروريستي ډلو او د هغوئ د ملاتړ کوونکو پر ضد فشارونه ډېر کړي او اجازه ورنه کړي، چي د تروريزم څخه د نورو هيوادونو پر ضد د وسيلې په توګه کار واخلي.

د کابل د تېري ورځي خونړۍ ترهګريز بريد دونه وحشتناکه ؤ، چي آن بهرنۍ نړۍ يې هم حيرانه کړې.

د بېلابېلو اسلامي او غېر اسلامي هيوادونو او بنسټونو مشرانو دغه بريد د اسلام، انسانيت او بشريت ضد عمل بللی دئ.

په افغانستان کي د ناټو ماموريت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چي دا بريد د ملکيانو په وړاندي دپوره بې پروايي او ددوښمنۍ وحشي طبيعت دئ، چي د افغانستان خلګ ورسره مخامخ دي.

18813540_829350403888472_8744199569374771062_n

د جرمني لومړۍ وزيري انګيلا ميرکل وويل: زه ددې بريد د قربانيانو سره خواخوږي لرم او په دې ډول حالاتو کي موږ ته دا جوتېږي، چي تروريزم سرحد نه پېژني او موږ ټول هدف ګرزو، موږ په غمونو کي شريک يو او بايد پرېکړو کي هم شريک و اوسو.

د کابل تر چاودني وروسته د جرمني چارواکو د افغان کډوالو د هغه ډلي د ايستلو اقدام، چي بايد نن سوی واي، هم لغوه کړ.

دغه راز د اروپايي ټولني د بهرنۍ پاليسۍ مشره فيډريکا موګيريني هم د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره د کابل پرونۍ پېښه کلکه غندلې او ويلي دي، چي ټوله اروپا د افغانستان د خلګو او چارواکو سره خواخوږي لري.

د هند لوموړي وزير نريندرامودي هم پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چي دا پېښه په کلکه غندي او دپېښي د قربانيانو سره يې خواخوږي ښوولې ده.

Capture

ښاغلي مودي ليکلي، چي هند د تروريزم په وړاندي په هر ډول مبارزه کي د افغانستان تر څنګه ولاړ دئ او زياته وي، هغه ځواکونه، چي د تروريزم څخه ملاتړ کوي، بايد ماته ورکول سي.

د امريکا جمهور رئيس ډولنډټرمپ هم د جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د يادي پېښي په اړه ټليفوني خبري کړي او د پېښي په اړه يې خپله ژوره خواشيني څرګندکړې.

نوموړي دغه راز د تروريزم د له منځه وړلو په اړه ښاغلي غني ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.

ددې ترڅنګ، روسيې، چين، ايران، جاپان، فرانسې، ترکيې، جرمني او يوشمېر نورو هيوادونو هم دغه بريد په سختو الفاظو غندلی او ټينګار يې کړی، چي د تروريزم د ختمولو لپاره بايد نړۍ په ګډه اقدام وکړي.

اوس اصلي خبره داده، چي ټوله نړۍ په دې پوه سوې، چي پاکستان د ترهګرو د توليد او روزلو اصلي مرکز دئ.

نړيوال بايد په دې پوه سي، چي پاکستان که نن افغانستان او نورو همسايه ممالکو ته ترهګر استوي، سبا کېدای سي، چي نوري نړۍ ته يې هم واستوي.

نو سر له اوسه بايد نړيوال په ځانګړي ډول امريکا د پاکستان سره هر ډول مرستو او همکارۍ ته د پای ټکی کښېږدي او دپاکستان حکومت دې ته مجبوره کي، چي په خپل ملک کي د ترهګرو د روزلو بهير پای ته ورسوي.

908 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

18835834_939085596231068_7223968299810012944_n

پرملکي وګړو برید ستر جنایت دی

ليکنه: عبدالله وحدک دهېواد سولي او وطن دوښمنانو یو ځل بیا زموږ بیګناه ولس دغم ...