ټاليباني جهاد؛ د خوست بريد څه ثابت کړل؟

ټاليباني جهاد؛ د خوست بريد څه ثابت کړل؟

لیکنه : خوشحال آصفي 

په داسي حال کي، چي د روژې مبارکي مياشت اړوند د جمهور رئيس محمد اشرف غني د سوله ييز پېغام د ورکولو لا يو ساعت پوره نه ؤ، چي د انسانيت، مسلمانيت، اسلاميت او افغانيت دښمنانو يو ځل بيا خپل وحشت وښود او په لسګونو مسلمانان يې شهيدان کړل.

د روژې مبارکي مياشتي په لومړۍ ورځ په خوست ولایت کي یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۸ کسان شهيدان او ۶ نور یې ټپيان کړل. په ټپیانو کي کوچنیان هم شامل دي. وسله والو طالبانو د خپل ترسره کړي وحشت مسوولیت منلی او ادعا کوي چي برید کي یې د کمپاین په نوم هغه ځانګړي ځواکونه په نښه کړي دي چي امریکايي پوځیانو سره مرسته کوي.

D5874F57-EB4A-41B9-9137-D5556CD95539_w1023_r1_s-1-822x512

دا خونوړی بريد په داسي مهال ترسره کيږي چي له دې بريد ايله څو شېبې وړاندي جمهور رئيس محمد اشرف غني په یوه ټلویزیوني وینا کي له مخالفينو وغوښتل، چي روژې ته د درناوي په ډول له جګړې لاس واخلي.

دا لومړی ځل نه دئ، چي وسله وال طالبان او د دين دښمنان د لسګونو بې ګناه افغانانو په وينو لاسونه سره کوي؛ بلکې له وړاندي هم په څو چنده له دغه بريده ډير بوږنوونکي بريدونه سوي دي، خو پوښتنه دلته مطرح کيږي، هغوی، چي ځانونه د دين کوتري بولي او خپلې جګړې ته د سپيڅلي جهاد نوم ورکوي؛ د کوم اسلامي حکم له مخي د بې ګناه وګړي وژل ځان ته روا بولي؟

دا حقيقت دئ، چي اسلام يو مبارک او د ترحم دين دی، په اسلام کي د هر چا او هر شي خپل حقوق معلوم دي او هغه څوک، چي له چا څخه د نوموړي حق اخلي؛ د اسلام له مخې ظالم دی او د خپل عمل سزا به خامخا ويني. د دين ستري سرچينې قران کريم د دغه حقيقت په بيانولو کي چي اسلام د سولي، رحمت، پخلايني او دوستۍ دين دى، د بقرې سورې په ۲۰۸ ايت کي فرمايلي، اى هغو کسانو چي ايمان مو راوړى دى ټول په سوله او پخلاينه کي راسئ او له شيطانه پيروي مه کوئ چي هغه ستاسو ښکاره دښمن دئ. نو همدغه قرآني اصل ته په کتو د خوست د تيرې ورځي بريد څو خبري ثابتي کړې. 
يو دا چي په افغانستان کي روانه جګړه چي عامل يې وسله وال طالب دی؛ نه يوازي دا چي د اسلام له هيڅ اصل سره اړخ نه لګوي؛ بلکې له الهي احکامو ښکاره سرغړونه او د اسلام بدنامونه ده.

ځکه د اسلام سپيڅلی دين چي د کفارو په مقابل کي يې د ځانګړو اصولو په درلودلو او شرايطو په وړاندي کولو سره جهاد پر مسلمانانو فرض ګرځولی دی؛ په هيڅ ځای کي د بې ګناه وګړو وژنه نه يوازي، چي روا نه ده ګرځولې، بلکي د يو بې ګناه وګړي وژونکی يې د ټولي نړۍ وژونکی بللی دی. اسلام ډير مبارک دي دی، د هر فرضي حکم لپاره يې ځانګړي اصول او شرايط وړاندي کړي دي. اسلام د کفارو په مقابل کي د جهاد حکم کوي، خو دا يې هيڅکله نه دي ويلي، چي د روژې په مبارکه مياشت کي دي هغه څوک ووژل سي، چي د خدای د رضا ترلاسه کولو لپاره يې روژه په خوله وي. 
د اسلام مبارک دين د سولي، ورورولۍ او د ترحم دين دی، هيڅلکه په وحشت او بربريت حکم نه کوي، هغوی چي د خپلو شخصي موخو او يا د بل بادار د خوشالولو لپاره حتی د رب په لاره کي سپيڅلي جهاد ته هم راووځي نو جګړه يې وحشت او ظلم بولي او عاملين يې ابدي دوزخيان بولي.

پس ويلای سو، چي د وروستي بريد وښوول، چي په افغانستان کي روانه جګړه يوازي د نورو د موخو لپاره ترسره کيږي او هيڅ ډول اسلامي، انساني او اصولي اړخ نه لري. دغه جګړه يوه کرغېړنه جګړه ده، چي قربانۍ يې افغان ولس ورکوي خو ګټه يې روسي، پاکستاني، ايراني او  نورو کړيو ته رسيږي.

دويم دا چي دغه بريد يو ځل بيا له ټاليبي جهاديانو پرده پورته کړه او د دوی اصليت يې ښه په واضحو ټکو خلکو ته وښود، چي دوی يوازي د خپل پنجابي، روسي او ايراني بادار امر پر ځای کوي، ولو که د بادار امر يې له اسلام، قرآن او الهي حکم سره هم په ټکر کي وي، نو دوی يې پر ځای کولو ته ژمن دي. اوس به ټاليب هم خپل اعظمي هڅه کوي، څو د پخوا په پرتله دوه برابره خپل وحشت زيات کړي او خپل روسي، پنجابي، ايراني او نور باداران خوښ وساتي.

په پای کي د خوست وروستی بريد او له دې وړاندي په ټول افغانستان کي د وحشي ترهګرو په ټولو بريدونو کي شهيدان سوو افغانانو ته د رب له درګاه د فردوس جنت غوښتنه او ټپيانو ته د عاجلي شفا غوښتنه کوو.

x

دا هم وګورئ

‎زموږ ظالم دښمن | ‎مینه منګل

ظالم دښمن مو  کلونه کېږي چې موږ افغانان شهیدانوي، کلونه کېږي چې په موږ افغانانو ...