د کندهار امنيه قومندانۍ د پاسپورټ مديريت د ټول هيواد په کچه لومړی مقام تر لاسه کړی

د کندهار د امنيې قومندانۍ د پاسپورټ په مديريت کي هغه کسان چي غواړي پاسپورټ جوړ کړي د دغه رياست له کارونو او کارکوونکو په بشپړ ډول راضي دي.

د پاسپورټ مدير وايي، هره ورځ څه باندي ۶۰۰ کسان ورته مراجعه کوي او د هر کس د پاسپورټ اړوند کارونه په دوه ساعته کي پای ته رسېږي.

e

موده وړاندي د کندهار د پاسپورټ مديريت د ښه کار له امله د ټول هيواد په سطحه لمړی مقام خپل کړی.

د دغه مديريت مدير سمونيار عبدالله خان عابد وايي، د پاسپورټ په مديريت کي يې مراجعينو ته هرډول اسانتياوي رامنځ ته کړي.

ښاغلی عابد دغه راز زياتوي، چي هره ورځ ورته څه باندي ۶۰۰ کسان مراجعه کوي او د هر يوه کس کار په څه کم دوه ساعته کي پای ته رسوي.

Capture

د پاسپورټ په مديريت کي مو له هغه کسانو سره هم خبري وکړې، چي دلته يې د پاسپورټ جوړولو په موخه کارونه درلوده.

دوی ټول له خپلو کارونو راضي دي او په دغه مديريت کي د کارونو د چټکتيا خبري کوي.

نوموړي کسان په خپلو خبرو کي دا يادونه هم کوي، چي کارونه يې يوازي او يوازي د مرکز په لوي رياست کي ځنډېږي.

ee

د پاسپورټ د لوی رياست له لوري د هيواد په تولو ولايتونو کي د کندهار د پاسپورټ مديريت لمړی مقام سرپل دووهم او باميان ولايت درېيم مقام خپل کړی.

خبريال: روزالدين ايازي

7905 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...