د کليو او پراختيا وزير په ارغنداب ولسوالۍ کي له جوړېدونکي استنادي ديوال څخه ليدنه وکړه

له تېرو څو کالو راهيسي د ارغنداب پر لور د ۲۲ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د استنادي ديوال د جوړېدو کار روان دئ، چي اوس ئې يوه برخه جوړه سوې او په راتلوونکو دوه نيمو کلونو کي به په بشپړ ډول جوړ سي.

د دوشنبې په ورځ د کليو او پراختيا وزير انجينر نصيراحمد درانی او په ټولنيزو چارو کي د کندهار مرستيال والي حاجي آغا لالی دستګيري د ياد استنادي ديوال څخه د ليدني په موخه ارغنداب ولسوالۍ ته تللي وه.

دغه ديوال د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د رود دواړو غاړو ته جوړيږي، چي کارونه ئې څو کاله وړاندي شروع سوي، خو لا تر اوسه پای ته نه دي رسېدلي.

8

د رود شاوخوا د يو شمېر کروندګرو او باغ لرونکو ستونزه دا وه، چي د اوبو راوتلو پر مهال ئې کروندي او باغونه له منځه ځي، چي اړينه ده دولت د رود پر دواړو غاړو استنادي ديوال جوړ کړي.

اوس د رود پر دواړو غاړو د کليو او پراختيا وزارت لخوا د ۳۱ کيلومتره په اوږدوالي استنادي ديوال جوړيږي، چي په سيمه کي د کروندګرو او باغ لرونکو لپاره ډېر ګټور بلل کيږي او هم ئې په جوړېدو سره اوبه مهار کېدلای سي.

د ياد ديوال د جوړېدو کار ښه روان دئ،  د دوشنبې په ورځ د کليو او پراختيا وزير انجينر نصير احمد درانی او په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي آغا لالی دستګيري د ياد ديوال د ليدلو لپاره ارغنداب ولسوالۍ ته تللي وه.

د کليو او پراختيا وزير ښاغلي دراني د کندهار ملي راډيو ټلويزيون سره په خبرو کي وويل، چي په ارغنداب ولسوالۍ کي د استنادي ديوال د جوړېدو کار ښه روان دئ او دوی ئې له قراردادي څخه هم خوشاله دي.

نوموړي د کندهار لپاره د يو شمېر نورو بنسټيزو پروژو په اړه هم خبري وکړې.

0

په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام له مرستيال ښاغلي آغالالي دستګيري سره مو هم د ياد ديوال د جوړېدو په اړه خبري وکړې.

نوموړی د ياد ديوال جوړېدل ګټور بولي، خو زياتوي، چي په کندهار کي د ځينو نورو بنسټيزو پروژو د پلي کېدو هم زياته اړتيا ده.

ښاغلي دستګيري زياته کړه، چي د يو شمېر اړينو پروژو ليست به د کليو او پراختيا وزارت ته وسپاري، چي وروسته به ئې له مخي په کندهار کي نوري پروژې هم پلي سي.

د کليو او پراختيا وزير او همدارنګه په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال وروسته د ډنډ ولسوالي د رواڼي کلي ته ولاړل، هلته ئې د سيمه ييزو اوسېدونکو سره وليدل او هم ئې د هغوی د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو ډاډ ورکړ.

د خلکو اړتياوي، د چريو جوړلو، د برېښنا جوړل، استنادي ديوالونه جوړول او ځيني نوري وې؛ د رواڼي په کلي کي د کليو او پراختيا وزير او همدارنګه د ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال د چريو جوړول يوه پروژه هم پرانيستل.

خبریال: ويس ارین

9

x

دا هم وګورئ

دخبريالانو مصؤنيت د هيواد د قوانينو په رڼا کي دچارواکو مسؤليت دئ

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د مصونیت په نوبتي غونډه کي ...