د غیبت له ګناه څخه خبر سئ!

مخکي له دې چي د غیبت په اړه وږغيږو، لومړی باید غیبت وپېژنو چي، غیبت څه ته وایي؟

ځواب: -غيبت په لغت کي پټوالي ته وايي او په اصطلاح کي، یو انسان په داسي الفاظو یادول، چي هغه ته خوښ نه وي، یا د یو شخص په نه شتون کي داسي خبري بیانول چي په هغه کي موجودي وي.

د غیبت په اړه د قرآنکريم د (الحجرات) سورت په ۱۲ نمبر آیت کي، اللهﷻ فرمایلي: -يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ ۖ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا ۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ. #ژباړه: -ای مؤمنانو! له ډېر ګومان كولو څخه ډډه وکړئ چي ځيني ګومانونه ګناه وي. د چا پټ عيبونه مه لټوئ او له تاسي څخه دي څوک د چا غيبت نكوي. آيا په تاسي کي داسي څوک سته چي د خپل مړ ورور غوښي خوړل خوښ کړي؟ ګورئ تاسي پخپله له دې څخه كركه كوئ. له اللهﷻ څخه ووېرېږئ. اللهﷻ ډېر ښه توبه قبلوونكى او خورا مهربان دى.

له پورته آیت شریف څخه معلومېږي چي غیبت دومره ستره ګناه ده چي اللهﷻ د مړ ورور د غوښي خوراک سره تشبيه کړې ده.

همدا ډول په حدیث شریف کي راغلي: عَنْ جَابِرٍ وَ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ قَالَ، قَالَ رَسُول اللهﷺ: -إِيَّاكُمْ وَ الْغِيبَةَ فَإِنَّ الْغِيبَةَ أَشَدُّ مِنَ الزِّنَا إِنَّ الرَّجُلَ قَدْ يَزْنِي وَ يَتُوبُ فَيَتُوبُ اللَّهُ عَلَيْهِ وَ إِنَّ صَاحِبَ الْغِيبَةِ لَا يُغْفَرُ لَهُ حَتَّى يَغْفِرَ لَهُ صَاحِبُهُ. (رواه البيهقي في شعب الايمان) #ژباړه: له جابر او ابي سعید”رض” څخه روايت دی چي رسول اللهﷺ وفرمایل: -غیبت تر زنا هم بدتر عمل دی، صحابه وو پوښتنه وکړه: -تر زنا ولي بدتر دی؟ ‌رسول اللهﷺ ورته وويل: – که زنا کاره له زنا کولو څخه توبه وباسي، توبه يې قبلېږي؛ خو د غيبت کوونکي توبه ځکه نه قبلېږي، چي غیبت کوونکي د بنده حق پايماله کړی دی، بايد له هغه څخه بښنه وغواړي.

په پورته حدیث شریف کي غیبت ته له زنا څخه سخته ګناه ویل سوې ده او زنا داسي ګناه ده، چي په ځینو مواردو کي یې په ترسره کولو انسان وژل کېږي او په ځینو مواردو کي انسان سل درې وهل کېږي، که له دې پلوه ورته وګورو؛ نو باید په غیبت سره انسان ته په دنیا کې له زنا څخه زیاته سزا ورکړل سي؛ خو د غیبت سزا انسان ته په دنيا کې نه؛ بلکې په آخرت کي ورکول کېږي او هغه سزا چي په آخرت کي ورکول کېږي، ددې دنیا له سزا څخه به ډېره سخته وي.

همدا ډول ځینې داسي ګناهونه دي چي یواځي په توبه ايستلو سره بخښل کېږي؛ خو غیبت داسي ګناه ده چي یواځې په توبه ايستلو سره نه بخښل کېږي، تر څو چې له هغه تن څخه بخښنه ونه غوښتل سي چي غیبت یې سوی وي.

ولې زمونږ په ټولنه کي غیبت رواج ګرځېدلی؟

ځواب: -زموږ په ټولنه کي د غيبت اصلي لامل دا دی چي یو پر بل ښه نیت نه لرو، له بغض او حسد څخه مو زړونه ډک دي.

له غیبت څخه د خلاصون علاج: -ددې مرض علاج بغیر له علم او عمل څخه ناممکن دی، هر کله چي غیبت کونکی پدې پوه سي چي د قیامت په ورځ به د اللهﷻ پر وړاندي په داسي حال کې ودرېږي چي اعمال به يې برباد او دده نیک عمل به هغه چاته ورکول کیږي چي ده يې غیبت کړی وي او د هغه بار (ګناهونه) به هم دده په اوږو بار وي.

547 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

Reading-1-810x423

هغه کسان، چي روژه نیسي، ژر نه زړېږي

روژه د الله تعالی ج له خوا د برکتونومیاشت ده او د مسلمانانو لپاره د ...