دجګړو او ورانیو قاصده شاباس/ احمد خپلواک

دجګړو او ورانیو قاصده شاباس

ليکوال/ احمد خپلواک

دهيواد او خلګو دښمنانو نن یوځل بیا دبیګناه خلګو په وینو ځانونه اوبه کړل، نن دروژي پنځمه ده او دروژې په لومړی سهار يې په خوست ولایت او نن په کابل کي دخلګو په ډکه سیمه کي چاودني وکړې او په سلګونو هيوادوال شهیدان او ټپیان کړل، د جګړو او ورانيو قاصدانو شاباس ډېری كورنۍ مو دغم په ټغر كښېنولي، ډيرې ميندي مو بوري او ډير تنكي کوچنيان مو بې موره او بې پلاره كړل.

18814344_1416581588407227_8051298599506083386_n

ډير پلرونه مو بې زويه او ډيرې خويندې مو بې وروره كړلې. آيا دې كرغېړن عمل ته هم د جهاد نوم وركوئ او سبا د خداي ج له درباره د خدای دمخلوق د وژني په بدل كي جنت غواړئ؟.

آيا دې شيطاني عمل ته مو بيا هم يو اسلامي او افغاني رنګ وركوئ؟ او په بدل كي يې د ولس د زړونو د ترلاسه كولو هيله لري. افسوس چي د شيطان پرلاره د الرحمن جل جلاله درضايت راز پلټئ او دشيطان پر وزرونو دخدای درضايت موخي ته ځان رسول غواړئ.

دروژې په دې مباركه مياشت كي، چي ټول اسلامي امت خپلو نورو مسلمانانو ته د ورورۍ ، برابرۍ، خواخوږۍ او صله رحمۍ لاسونه وركوي، خو د اسلام او سولي دښمنانو زمونږ دخدای ج دربارته دروژه لرونکو ځانونه په وينو راولړل. دکابل اوخوست بریدونو يو ځل بیا وښوول، چي ترهګر د دين او مذهب په نوم څه نه پېژني او يواځينۍ موخي يې د پردیو استخباراتي شبکو د شومو موخو پلي کول او د افغانانو وژل دي.

18882005_889654161175393_1895346024934681433_n

د افغانستان هر وګړي دنوري نړۍ دوګړو په څير حق لري، چي ازاد او سوله ايز ژوند وكړي، ازاد شغل اوكسب وكړي او خپل اولاد ته حلال رزق پيداكړي، ځكه دحلال رزق پيداكول عبادت دي او پرهر نارينه لازمه ده، چي دخپل ځان او عيال لپاره نفقه پيداكړي او په سوله ايز ډول ژوند اوكار وكړي، خو تاسو ليدل چي دوطن او خاوري دښمنانو دروژې په دې مباركه مياشت كي لومړی په خوست بیا دادئ په مرکز کابل کي زموږ غریب او بېچاره ولس په وینو کي لت پت کړ.

دا لومړی ځل نه دئ، چي دهيواد او د دين دښمنان د لسګونو بې ګناه افغانانو په وينو لاسونه سره کوي؛ بلکي له وړاندي يې هم  ډېر خونړي بريدونه کړي، خو پوښتنه دلته مطرح کيږي، هغوی، چي ځانونه د دين کوتري بولي او خپلي جګړې ته د سپيڅلي جهاد نوم ورکوي؛ د کوم اسلامي حکم له مخي د بې ګناه وګړي وژل ځان ته روا بولي؟

18767558_1546178345442274_6516920062921822652_n

دا حقيقت دئ، چي اسلام يو مبارک او د ترحم دين دئ، په اسلام کي د هر چا او هر شي خپل حقوق معلوم دي او هغه څوک، چي له چا څخه د نوموړي حق اخلي؛ د اسلام له مخي ظالم دی او د خپل عمل سزا به خامخا ويني. قران کريم د دغه حقيقت په بيانولو کي چي اسلام د سولي، رحمت، پخلايني او دوستۍ دين دى، د بقرې سورې په ۲۰۸ ايت کي فرمايلي، اى هغو کسانو چي ايمان مو راوړى دئ ټول په سوله او پخلاينه کي راسئ او له شيطانه پيروي مه کوئ، چي هغه ستاسو ښکاره دښمن دئ. نو همدغه قرآني اصل ته په کتوسره د دروژې په مبارکه میاشت کي دغه ډول بیرحمه بریدونه داثابتوي، چي دا جګړه جهاد نه، بلکي له الهي احکامو ښکاره سرغړونه او د اسلام بدنامونه ده.

18893008_1253340521442048_1912242019573359845_n

په پاي کي دنن ورځي او دهېواد ټولو شهيدانو ته د الله په دربار کي د فردوس جنت، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتيا او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله کوو ، دیو سوله ایز افغانستان په هیله.

x

دا هم وګورئ

د اسلام آباد د نه ژمنتیا په صورت کي به درې ارخیزې غوندي څه ګټه وکړي؟ / سپوږمۍ پوپلزۍ

 د لیندۍ میاشتې ۲۴/۰۹/۱۳۹۷  د چین په منځګړیتوب له پاکستان سره د افغانستان بله دری ...