تورن جنرال زلمي ويسا د کندهار د والي په توګه خپله دنده پيل کړه

تورن جنرال زلمی ويسا د يکشنبې په ورځ د سيمه ایزو اورګانونو د خپلواکي ادارې د سرپرست عبدالمالک صديقي لخوا د يوې لويي غونډي پر مهال د کندهار د نوي والي په توګه معرفي سو.

تورنجنرال ارکان حرب زلمي ويسا درې نظامي اکاډمۍ ويلي او د اوسنۍ دندي وړاندي د شاهين قول اردو قوماندان او د پکتيا ولايت والي په توګه دندي ترسره کړي.

تورنجنرال زلمی ویسا د يکشنبې په ورځ د مرکز کابل څخه د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتيا کندهار ولايت راغلی او د دغه ولايت د نوي والي په توګه يې خپله دنده پيل کړه.

18556252_1407713229294063_4906697926526991178_n

د هغه د ښه راغلاست لپاره په کندهار ولايت مقام کي لويه غونډه جوړه سوې وه. په ياده غونډه کي د سيمه ایزو اورګانونو د خپلواکي ادارې سرپرست رئيس عبدالمالک صديقي، د جمهوري رياست او اجرايه رياست مشاورينو، د ولايت مقام مرستيالانو، د کندهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق، د پارلمان او ولايتي شورا وکيلانو، جهادي شخصيتونو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او په سلګونو ځوانانو او ميرمنو ګډون کړی وو.

د غونډي په پيل کي د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب لومړی راغلو ميلمنو اود غونډي ټولو برخوالو ته ښه راغلاست ووايه.

ښاغلي منيب د کندهار نوي والي تورنجنرال زلمي ويسا ته د نوي دندي مبارکي وويل او په دنده کي يې ورته د بريا هيله وکړه.

د ولايت مقام مرستيال همداراز د ولايتي ادارې د ټولو مامورينو په استازيتوب د کندهار نوي والي ته د هر ډول همکارۍ ډاډ هم ورکړ. ښاغلي منيب پر ولسونو هم ږغ وکړ چي د ولايتي ادارې سره مرسته او همکاري وکړي.

18556945_1407713605960692_8331865024210377753_n

وروسته د سيمه ايزو اورګانونو د خپلواکي ادارې سرپرست رئيس عبدالمالک صديقي تورنجنرال زلمی ويسا د کندهار د نوي والي په توګه د غونډي برخوالو ته ور پېژانده او په نوې دنده کي يې ورته د بريا هيله وکړه.

ښاغلي صديقي همداراز د کندهار د مخکني والي ډاکټر محمد همايون عزیزي کارونه هم په دغه ولايت کي وستایل. هغه پر خلګو هم ږغ وکړ چي د خپل حکومت تر شا ودرېږي او همکاري ورسره وکړي.

18622410_1407713602627359_6386506563912653084_n

په دغه غونډه کي په ټولنیزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګیري هم تورنجنرال زلمي ویسا ته د نوي دندي مبارکي وويل او د هر ډول همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

18581899_1407714302627289_7968317478377822428_n

په غونډه کي د کندهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق هم خبري وکړې. هغه په هيواد کي د رواني جګړې تر شا د بهرنيو استخباراتي کړيو لاس ياد کړ او روانه جګړه يې پر افغانانو تحميل سوې جګړه وبلل.

امنيه قوماندان همداراز د کندهار نوي والي ته د هر ډول همکارۍ ډاډ هم ورکړ. هغه د نوي والي څخه غوښتنه وکړه چي پوهني او روغتيا په برخو کي د کندهاري ولس ستونزي هواري کړي.

18581717_1407714295960623_6899950005722971562_n

په ياده غونډه کي د ولسي جرګې وکيلانو، د ولايتي شورا مرستيال او غړو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او د نظر خاوندانو هم خبري وکړې او تورنجنرال زلمي ويسا ته يې د نوي دندي مبارکي وويل.

هغوي د کندهار نوي والي ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه يې ځيني وکړه چي د کندهار د برېښنا، پوهني، روغتيا او نورو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او له منځه يې يوسي.

هغوی همداراز غوښتنه وکړه چي په دولتي خالي بستونو کي اهل کسان په دندو وګماري او د بېکارۍ په له منځه وړلو کي هڅي وکړي.

وروسته د کندهار نوي والي تورنجنرال زلمي ويسا خبري وکړې او د ولسمشر او کندهاري ولس څخه يې مننه وکړه چي پر ده يې باور کړی او دغه درنه دنده يې ورسپارلې ده.

ښاغلي ويسا هم لومړی په هيواد کي د روانو حالاتو په اړه خبري وکړې او په هيواد کي يې د رواني جګړې تر شا د همسايه هيوادونو لاسونه وبلل.

کندهار والي وويل، د افغانستان دښمنان اوس تبلیغاتي جګړه هم مخي ته وړي او غواړي ولس پر خپل حکومت بې باوره کړي.

هغه د خلګو وغوښتل چي پر خپل حکومت باور وکړي او پوره همکاري ورسره وکړي.

18556145_1407716642627055_8479772596625775179_n

کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا همداراز کندهاري ولس ته ژمنه ورکړه چي د دندي پر مهال به قانون عملي کوي او د کندهار د هر اړخيزي ودي لپاره به هڅي کوي.

ښاغلي ويسا همداراز ژمنه وکړه چي د امنيت د لا ټينګښت لپاره به کوښښ وکړي او د پوهني او روغتيا په برخو کي به د سته ستونزو په له منځه وړلو کي جدي ګامونه واخلي.

کندهار والي همداراز په ياده غونډه کي وویل چي په دغه ولايت کي د سته ستونزو د له منځه وړلو لپاره به د ولسي او قومي مشرانو يوه لويه شورا هم جوړه کړي، ترڅو وکولاي سي د خلګو اصلي ستونزي پيدا او له منځه يې يوسي.

خبريال: قدرت الله خوشبخت

18557461_1407717462626973_7993562659738456211_n

x

دا هم وګورئ

کندهار:دپويا په نوم دفوټبال خصوصي ورزشي اکاډمي پرانيستل سوه

ديکشنبې په ورځ دکندهار ولايت مقام دمرستيال عبدالحنان منيب لخوا د پويا په نوم د ...