په ارغنداب کي امنيتي ځواکونو د وسله والو ترهګرو پلانونه شنډ کړي

د ارغنداو ولسوالۍ امنیه قوماندان وايي، وسلوالو مخالفینو اراده لرل، چي په نوي کال کي زیات شوم پلانونه ترسره کړي، چي امنيتي ځواکونو ئې مخه نيولې ده.

په دې ولسوالي کي ولسي وګړي هم له خپلو امنيتي ځواکونو خوشاله دي او همېشه ئې له خپلو امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړی دئ.

د ارغنداب ولسوالۍ خلک وايي، چي دولت ئې ډېري اړتياوي پوره کړي او ستونزو ته ئې پر وخت حل لاري لټولي دي.

s

دوی وايي، چي په سيمه کي ئې پوره امنيت سته او خلک کولای سي په ډاډه زړه ورځني کارونه وکړي.

په خبره ئې د دوی په ولسوالۍ کي د ښه امنيت په خاطر ډېري پراختيايي او بنسټيزي پروژې هم پلي سوي دي.

د ارغنداب ولسوال شاه محمد (احمدي) وايي، چي په دغه ولسوالۍ کي د امنيت، بيا رغوني، زراعت او نورو برخو کي د پام وړ کارونه سوي، چي ولسي وګړو مهم رول پکښي لوبولی دئ.

هغه زیاته کړه، چي د پوهني د ښه والي لپاره يي ځانګړي کمېټه جوړه کړې او وخت پر وخت د ستونزو د حل په موخه له ښوونځیو لیدنه کوي.

e

هغه زیاته کړه، چي ارغنداب ولسوالۍ درې روغتیايي کلینکونه لري، چٍي تر ډېره يې د روغتیا په برخه کي ستونزي حل کړي دي.

ښاغلي احمدي په خپله ولسوالي کي د نورو بنسټيزو او پراختيايي کارونو غوښتنه هم کوي؛ نوموړي زياته کړه، چي ولسوالي ئې ډېر انار لري او اړينه ده، چي د دغه انارو لپاره فابريکې جوړي سي او د حاصلاتو لپاره ئې بازار موندنه وسي.

r

د ارغنداب ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال نیازمحمد (مجاهد) وايي، چي پدې وروستیو کي يې د خلکو په همکارۍ د وسله والو ترهګرو زيات ورانکاره فعاليتونه شنډ کړي دي.

ارغنداب ولسوالي د کندهار ښار څخه په ۷ کیلومترۍ کي پرته ولسوالۍ ده، چي په ۸۵ کلو کي يې ټولټال ۱۵۰ زره وګړي ژوند کوي؛ د يادي ولسوالۍ خلک زیات عاید له زراعت څخه په لاس راوړي.

 خبریال: عبدالقاهرپیوستون

x

دا هم وګورئ

د معلولینو د ورځي لمانځل باید نمایشي نه وي

هلمند کي د بشرحقوقو خپلواک کمېسیون د معلولینو د ورځي په لمانځغونډه کي له دولت ...