د الله ج په کور کي ستر وحشت

ليکنه: عبدالله وحدت

دڅولسيزو را په دې خوا په ګران هیواد افغانستان کي دوطن ددښمنانو لخوا وحشت او ترهګریز بریدونه، وژني، په مقدسه اماکینو کي دبمونو په ایښوولو او ځانمرګو بریدونو سره زموږ بېګناه انسان په شهادت رسول کېږي، چي په بلخ ولایت کي دشاهین قول اردو په مسجد جامع کي دتېري ورځي وحشت ترنورو ډېر خطرناک او د انسانیت او اسلامیت څخه لېري کار ؤ.

18010219_1503990349661074_8165380219054769924_n

مسجد او جومات د الله ج کور دئ او یوازي د عبادت لپاره جوړ سوی دئ، خو دهېواد دښمنانو کله پکښي زندان جوړ کړی وي، کله يې پکښي د بمونو بوشکې ښخي کړي وي او کله يې ځانمرګی برید پکښي کړی وي او د الله ج دربارته عبادت کوونکي پر سجده باندي په دې نامه شهیدان کوي، چي نعو‌ذبالله دا کافران دي، ایا تر اوسه چا په مسجد کي غیر مسلمان لیدلی، چي د الله ج عبات کوي، هیڅکله نه، خو دا دمکار دښمن هغه خاینانه اعمال دي، چي یوازي يې کټه دښمن ته رسېږي اوبس.

الله ج د کور مسجد په هکله په قرآن عظیم الشان کي فرمايي: إنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ ءَامَنَ بِاللَّهِ وَ الْيَوْمِ الاَْخِرِ وَ أَقَامَ الصَّلَوةَ وَ ءَاتىَ الزَّكَوةَ وَ لَمْ يخَْشَ إِلَّا اللَّهَ فَعَسىَ أُوْلَئكَ أَن يَكُونُواْ مِنَ الْمُهْتَدِين.

ژباړه: د الله کور هغه آبادوي، چي په الله او د آخرت په ورځ ايمان ولري، لمونځ وکړي، زکات ورکړي او له خدايه پرته له بل چا ونه ډار سي، نو دوی له هغو کسانو څخه دي، چي هدايت ورته سوی دئ.
ښه نو په مسجد کي د بم د مسجد ابادي سوه، آيا په مسجد کي تر وحشت وروسته ترهګر په خدای ج باور لرونکی بللای سو؟ آيا دوی له خداي ج څخه بېریږي او که له پنجاب او روسانو څخه؟ تاسو څه فکر کوئ، چي په بلخ کي سوی وحشت اسلامي دی؟  په بلخ کي په يو مسجد کي د الله ج په عبادت د بوختو سرتېرو شهادت د دښمن د خوارجيت او وحشت هغه بیلګه ده، چي په نوره نړۍ کي څه چي د اسلام په ۱۴۰۰ کلن تاريخ کي يې هيڅ ساری نسته، که څه هم د خدای ج پيغمبر او صحابه وو په خپل وخت کي ډيري سختۍ تيري کړي دي، ولي هيڅ داسي دلیل نسته، چي دوی دي په مسجد کي څوک ځورولي، بندي کړي، يا وژلي وي، خو طالبانو دا ټول وکړل، په لوګر کي په جومات کي بمونه جوړيدل، په هلمند کي ځيني سنګر جوړ سوی ؤ، په کندهار، هلمند او لوګر په مسجدونو کي ځانمرګي بریدونه او وروستۍ هغه يې دبلخ په شاهین قول اردو کي دا ستر انساني وحشت دئ.

الله تعالی د طالب په څېر ظالمان په خپل سپېڅلي کلام کي داسي مخاطب کړي دي: (( و من اظلم ممن منع مساجد الله یذکر فیها اسمه و سعى فى خرابها اولئک ما کان لهم این یدخلوها الا خائفین لهم فى الدنیا خزى و لهم فى الاخره عذاب عظیم ))

هغه چي خلک د خدای په کور ( جومات) کي له عبادت څخه منع کوي هغه تر ټولو غټ ستم کوونکی دئ او هغه هم تر ټولو غټ ظالم دئ، چي د خدای کور د ورانیدو هڅه کوي، دا ډلي د مسلمانانو جوماتونو ته ننوځي، بلکي پر ځان دي و بيرېږي، ځکه دا ډله به په دنيا کي ذلیله وي او په آخرت کي به يې سخت عذاب په نصيب سي.

د افغانستان د ملت او خاوري دښمن به ښايي دا تراژیدي د جشن په توګه لمانځي اما په هېڅ صورت دې ددې سربازانو قتل عام خپل بری نه ګڼي. دوی خپلي منحوسي ارادې او د وطن او لوئ ملت پر ضد خپله دښمني نندارې ته وړاندي کړه.

ددوی په هکله نور هم په عامه اذهانو کي کرکه زیاته او تر حد واوښته. دوی افغان سربازان په جنګ کي نه دي شهیدان کړي، هغوی یې د جمعې د لمانځه پر وخت خدای (ج) ته په سجده شهیدان کړي.

18058040_1975124289382712_1172435457919528434_n

دوی د خدای ثنا خوانان شهیدان کړي دي، په اصل کي دوی د لوی خدای پر ضد د جګړې اعلان کړی دئ.

څوک چي زموږ عروج او ترقي نسي زغملای، زموږ له عظمت او بقا ویرېږي، هغوی ټول وخت ددې ملت پرضد د دین په نوم استخباراتي او د استکبار جګړه کړې ده.

دوی د افغانستان د امنیتي ملي ځواک څخه سخت په وېره کې دي. دوی پوهېږي، چي دا پرلپسې جوړېدونکي د اوبو بندونه، دا په پوهنتونونو کي په زده کړو بوخت لسګونه زره زلمیان، دا په میړانه د وطن ددفاع په سنګر کي لاس په ماشه ولاړ سربازان هغه د خطر زنګ دئ، چي ددوی لاس له افغانستان څخه کاږي او ددوی تقلبي دنیا او سلطې ته د پای ټکی ږدي.

افغان سربازان چي کله د سربازۍ سپېڅلې دریشي واغوندي، چي قران شریف ښکل کړي، چي په څنګل او ټټر یې د ( خدای، وطن، دنده) شعار وټومبل سي او له وطن څخه ددفاع دندي ته راووځي، هغوی سر په تلي کي نیولی وي.

دوی له مرګه نه ویریږي، د وطن ددفاع په لاره کي شهادت ته په لېوالتیا ترغاړه سي، دا سربازان افغان سربازان دي، چي سر ورکوي سنګر نه ورکوي.

18010206_1206659146110209_3828884720182993255_n

په پای کي د ملي سربازانو روح ته ددعا لپاره لاسونه اوچتوو، کورنیو او ټول افغان ملت ته یې تعزیت وړاندي کوو…

دا ملت سرلوړی او دښمن يې شرمیدلی او شکست خوړلی غواړو.

ای دوطن پاکه شهیده! ته چه د الله پاک په کور کي درب العزت دعبادت د ادایني په وخت کي پخپل پاک اومقدس یونیفورم کي شهید سوې، شهادت دي د الله پاک په دربار کي قبول، دښمن دي شرمېدلی او زبون سه.

x

دا هم وګورئ

د اسلام آباد د نه ژمنتیا په صورت کي به درې ارخیزې غوندي څه ګټه وکړي؟ / سپوږمۍ پوپلزۍ

 د لیندۍ میاشتې ۲۴/۰۹/۱۳۹۷  د چین په منځګړیتوب له پاکستان سره د افغانستان بله دری ...