هغه کسان، چي روژه نیسي، ژر نه زړېږي

روژه د الله تعالی ج له خوا د برکتونومیاشت ده او د مسلمانانو لپاره د بخښني ورځي دي.

د روژې په مبارکه میاشت کي د الله تعالی کتاب نازل سوی دئ، په قرآن کریم کي د الله تعالی خبري دي او دغه سپيڅلی کتاب قرآن کريم پر اشرف الانبيا محمدصلی الله عليه وسلم نازل سوی دئ او رسالت او نبوت ورباندي پای ته رسیدلی دئ، نوځکه د روژې میاشتي ته د قران میاشت هم وایي.

درسول الله صلی الله عليه وسلم حدیث دئ. ژباړه: روژه ونيسئ، روغتيا به ومومئ.

روژه سربيره پردې، چي انسان الله تعالی ته نژدې کوي، جسماً يې هم روزي.

دا میاشت انسان ته داسي روزنه ورکوي، چي بل هیڅ عبادت او ياکومه بله کړنه داسي روزنه نسي ورکولای.

په دې میاشت کي انسانان یوډول انساني مسؤليت احساسوي اوپه ټولنېز ډول پکښي همدردي، محبت او ريښتينولي پيداکېږي، د ناروغ صحت رغوي او له ناروغيو یې ساتي، په غريب کي صبرپېداکوي او مالداره کسانو دغريب سره د مرستي او لاسنيوي درد پېدا کوي.

داحکمت اوس ساينس ثابت کړ، چي روژه د انسان بدن او روغتيا ته ډېره ګټه لري خو د اسلام مبارک دين د نن څخه په سلهاوه کلونه مخکي د دې میاشتي د ګټو په اړه پوره بحث کړی دئ.

جداً د انسان بدن روژې ته ډېره اړتيا لري، روژه د انسان د هاضمې جهاز منظموي او معده يې فعاله ساتي، حجرات يې ژوندي او ځوان ساتي.

ډاکټران وايي: مسلمانان بايد روژه ونيسي، چي جسم کي یې زاړه حجرات له مينځه ولاړسي او اضافي موادو وتلو ته لار برابره کړي او حجرات خپلي بيولوژيکي دندي په سم ډول ترسره کړي.

د ځېنو خلکو هغه خبري سمي نه دي چي وايي: روژه انسان کمزوری کوي، که چېري روژه په معقوله طريقه لکه څنګه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم نيولې وه، ونيول سي، لکه: تر يوې مياشتي پوري په مسلسل ډول ديوې ورځي په اندازه د جماع، خوراک، څښاک او نور حرام شيان پرېښوول سي نو د انسان روغتيايي حالت کي به له مخکي حالته ډېر مثبت بدلونونه راولي، دغه ډول روژې نيول ډاکتران له ډېرو پرلپسې ازموينو وروسته دې پايلې ته رسولي، چي د شکري ناروغي، وزن کمول، د بندونو درد، د ژر بوډا توب مخنيوی، د جلدي ناروغیومخنیوی او د هاضمې جهاز منظم او پياوړي ساتلو لپاره يو بنسټيز او اغېزناک علاج دئ.

روژه د شکري ناروغۍ دمخنيوي په وقايوي او هم معالجوي ډول سرته رسوي.

روژه د پانکراس غدې ته ارام ورکوي، پانکراس هغه غده ده کومه، چي معده کي د خوږو موادو د هضم لپاره انسولين افرازوي، ترڅو يې په نشوي موادو بدل او نسجونو کي ذخیره کړي، خو کله چي معده کي خواړه زيات سي د پانکراس غده يو ډول ستړې کېږي او د خپلي دندي سرته رسولو کي سُستيږي، تر دې چي دخپلې دندي سرته رسولو کي پاته راځي، بيا خواږه مواد د وينو سره يوځای کېږي، وينه کي خواږه مواد زیاتېږي، تردې چي د شکرې ناروغۍ اثارپه انسان کي پیداکېږي.

ځېنې ډاکټران د شکري ناروغۍ درملنه د کيمياوي دواګانو پرځای پر روژه باندي کوي. ناروغ ته هره ورځ د لسونه زيات اوشلونه کم ساعتو پوري د نه خوراک او څښاک توصيه کوي او دا بايد تر درو اوونيو پوري دوام وکړي او هره ورځ د خپلي روژې پای کي لږ لږ سپک خوراک باندي پیل وکړي، چي دې ازمويني د شکري په ناروغۍ اخته کسانو باندي مثبتي اغېزې کړي.

روژه د وزن کمولو لپاره يو ارزانه او مؤثره درملنه ده، خو په دې شرط چي ځينې اصول او لارښووني په پام کي ونيول سي.

اول: د روژه ماتي وخت له ډېر خوراک نه ځان وساتل سي، او معده ډېره ډکه نه سي.

دويم: د روژه ماتي وخت کي بايدله غوښي، ډوډۍ، او ترکارۍ او داسي درنو غذاګانو څخه ځان وژغورل سي، ځکه داپه معده باندي فشار واردوي.

روژه د انسان د وينې کلسټرول کموي، دا هغه ماده ده، چي د انسان په وينه کي وي او زياتېدل يې د وينې په شيريانونو کي د رسوب سبب ګرځي، بالاخره رګونه تنګيږي او د وينو جريان کي خلل واقع کېږي، که د زړه رګونو کي واقع سوه د زړه سکته او که عصبي رګونو کي واقع سو عصبي سکته پيښېږي.

هغه وګړي، چي عمرونه يې د ۵۰ او ۳۰ کلونو ترمینځ وي، کله کله د پښو اولاسونو بندونو کي پړسوب او درد پیداکېږي، چي لاتر اوسه طب ورته کوم ځانکړی علاج نه دئ پيداکړی.
د دې ناروغۍ علاج لپاره هم روژه بهترینه درملنه ده.

که چېري په يادي ناروغۍ اخته ناروغان تر درو اوونيو په پرلپسې ډول روژه ونيسي نوجسم به يې له هغو ناپاکو او زهري موادو څخه پاک سي، کوم چي ددې ناروغۍ سبب ګرځيدلی.

د زړه د اطمینان او ذهن د اراموالي لپاره روژه غوره درملنه ده او همدارنګه روژه زیاتي ناروغۍ له مینځه وړي.

ډاکټر (الکیسس کارل) د روژې د ګټو په هکله وایي: که څه هم د روژې نیولو په حالت کي انسان د لوږي احساس کوي او د ناتوانۍ اسباب یې برابریږي، خو د وجود په دننه کي فعالیت رامینځ ته کېږي، چي د وجود لپاره یې ګټه زیاته ده، په دې وخت کي دځیګر قندي مواد په حرکت راځي او هغه غوړ چي د وجود په ځینو برخو کي زیرمه سوي وي، د وجود له ډېرو غدواتو تقویه کېږي.

ساینسپوهانو او طب څېړونکو ثابته کړې ده، چي اسلامي روژه د ژغورني او معافیت یا دبدن د مقاومت یو ډول دئ، چي د رنګارنګ ناروغیو مخنیوی کوي، روژه ممکن د هغه بې درملنې ناروغیو لپاره یواځینی علاج وي، چي طب یې له علاج څخه عاجز وي لکه: د معدې سخت التهاب، په امیدوارۍ کي زړه تنګي، پرلپسې کانګي، د شکري ناروغیو ځېنې ډولونه، د ويني لوړ فشار، د پښتورګو ناروغي، زړه ته د اکسېجن نه رسیدل، د هاضمې سیستم پرلپسې التهاب، د تریخې تیږه او داسې نور.

الله تعالی د روژي په میاشت کي د مسلمانانو لپاره څومره زیاتي ګټي ایښي دي او په روغتیایي لحاظ څومره له برکته ډکه میاشت ده.

1975 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د-غيــبت-له-ګناه-څخه-610x330

د غیبت له ګناه څخه خبر سئ!

مخکي له دې چي د غیبت په اړه وږغيږو، لومړی باید غیبت وپېژنو چي، غیبت ...