د ترافيکو مدير وايي، نور په ښار کي کانټېنري موټرانو ته اجازه نه ورکوي

نوموړي د غه څرګندوني د شنبې په ورځ ۲۲۸ نفرو ته د لېسنسونو د وېشلو پرمهال وکړې.

د ترافيکو مدير سمونوال محمد الله خان دغه راز وويل، په ښار کي نور هغه موټران هم د فعاليت اجازه نه لري، چي مخکي د پنځو کالو لپاره جواز سیرونه ورکول سوي وه.

د کندهار د ترافيکو مديريت مسؤلينو د شنبې په ورځ د کندهار ښار او ولسواليو ۲۲۸نفرو ته د موټر چلوني د اصولو او مقرراتو د زده کړي د ۱۵ ورځني کورس وروسته لايسنسونه ورکړه.

1

پر همدې مهال د ترافيکو مدير سمونوال محمد الله خان وويل، په کندهار ښار کي د ترافيکو د دوامداره کورسونو په پايله کي د ترافيکي پېښو ګراف را ټيټ سوی او ګڼو خلګو ته په دې اړه عامه پوهاوی ورکول سوی.

هغه دغه راز وويل، چي اوس زيات وخت ترافيکي پېښي د موټرسايکلونو او زرنج موټرسايکلونو د بې احتياطۍ څخه رامنځ ته کېږي او دغه کسان د چلوني قوانين او اصول هيڅ په نظر کي نه نيسي.

د کندهار د ترافکو مدير دغه راز د خلګو څخه غوښتنه وکړه، چي کانټېنري موټران دي نه رانيسي، ځکه په خبره يې، نور هغه موټران هم د فعاليت اجازه نه لري، چي مخکي د پنځو کالو لپاره جواز سيرونه ورکول سوي وه.

د دې ترڅنګ هغه کسان، چي لېسنسونه يې تر لاسه کړي وايي، د موټر چلوني په دېرو اصولو پوه سوي او نور به د چلوني پرمهال د خپل ژوند ترڅنګ د ښاريانو د ژوند خيال هم ساتي.

2

دغه کسان وايي، په ښار او ولسواليو کي ټول هغه کسان چي د موټر چلوني قانوني اسناد نه لري بايد چلونه ونه کړي، ځکه له امله يې ډېري خطرناکه پېښي رامنځ ته کېږي.

داپه داسي حال کي ده، چي اوس مهال په کندهار ښار کي د ترافيکي پېښو د کموالي په موخه د ښار پر ۱۱ مهمو چوکونو باندي ترافيکي څراغونه هم لګېدلي.

د ترافيکو مديريت په پام کي لري، چي پر لويو لارو هم د ترافيکي پېښو د کموالي په موخه يولړ تدابيري پلانونه عملي کړي.

خبریال: روزالدين ايازي

10928 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...