درواغ ویل

درواغو ویل یو ډول سلوکي ستونزه ګڼل کېږي، چي د ټولني پر وګړو منفي اغېزه کولا سي؛ ددې ترڅنګ، چي درواغ ویل زموږ وجدان ملامتوي، خپل باور او اعتماد هم ورباندي د لاسه ورکولای سو.

زموږ مشران یو متل هم کوي، چي ((د درواغو منزل لنډ وي))  که څه هم لویه خطايي درواجنه ژبه ده، نو ريښتیا ویل د نېکانو ښایست دئ او درواغ ویل بیا دبدبختۍ لویه نښه ده. 

ریښتیا ویل د الله تعالی کتاب دئ، او د عزت خبري د نبي کریم (ص) احادیث دي، نو په اسلام مبارک دین کي هم د درواغو ویونکو ته د منافقانو خطاب سوی دئ، نو له همدې آمله درواغو ویلو ته پرته له ۳ځایونو څخه هم په اسلام مبارک دین کي ځای نه دئ ورکړل سوی او ویونکو ته یې ددې اجازه نه ده ورکړې، چي په ټولنیز ژوند کي درواغ ووايي. دا چي ریښتیا مو د جنت طرف ته بيايي او درواغ مو بیا برعکس د دوزخ طرف ته، نو الله (ج) په قران عظیم الشان کي فرمایي:

پدې ورځ (قیامت) به ریښتیا ویونکو ته ددوی ریښتیا ویل ګټه رسوي.  (المائده، ۱۱۹)

بل ځای کي الله (ج) په خپل کلام کي فرمايي: ای مؤمنانو د الله تعالی څخه وبېرېږئ؛ او د صادقانو (ریښتونو) خلکو سره و اوسېږئ !  (التوبه، ۱۱۰)

د حضرت عبدالله ابن مسعود (رض) څخه روایت دئ: چي نبي کریم (ص) فرمایلي دي: پر ځانونو ریښتیا ویل لازم کړئ؛ ځکه ریښتیا ویل نېکي طرف ته لارښودنه کوي او نیکي جنت ته ښودنه کوي. 

کله چې یو مسلمان ریښتیا ووايي او د ریښتیا ویلو فکر کوي، نو د الله تعالی په دربار کي به صادقه (ریښتونی) ولیکلی سي او درواغ ویل مو برعکس د بدو کارونو پر طرف روانوي،  بد کارونه مو بیا دوزخ طرف ته روانوي، تر دې، چي یو سړی درواغ وايي؛ او د درواغو کوښښ کوي، نو د الله تعالی په دربار کي به درواغجن ولیکل سي.

په بل حدیث شریف کې ابن مسعود (رض) فرمايي: چې منافق له ۳ نښو پېژندلای سئ

۱ – کله چي خبري کوي درواغ وايي.

۲ – کله چې وعده (ژمنه) کوي، نو بیا یې مخالفت کوي.

۳ـ کله چې ورسره امانت کېښوول سي، نو امانت خیانتوي.

دا چي د درواغو ویل، ژمنه ماتول، او امانت خیانتول د منافق له نښو څخه دي، نو کچېري لومړی تاسو چاته درواغ ونه واياست؛ نو (په ژمنه وفا نه کول، او امانت خیانتول) دا دواړه نښې به له تاسو څخه خیانت نه سي.

د بېلګې په ډول: که مو دچا سره ژمنه وکړه، چي نن مازدیګر ۳ درې بجې به په غازي پارک کي وینو، لږ کار مي هم درسره دئ او د همدې موضوع په اړه به هم درسره خبري وکړم، او هغه هم درسره ژمنه وکړي، چي سمه ده، ۳ درې بجې به زه په غازي پارک کي ستا انتظار کوم، هغه تاته انتظار کوي او ته ورنسي، نو کچېري په همدې ځای کي د ځان سره فکر وکړې، که ور نسم نو حتماً به ورته یو بهانه (پلمه) کوم، خو کچېري ورته درواغ ووایم، د منافقانو له ډلي به وشمېرل سي، دلته ته اړ کېږې چي پر ژمنه وفا وکړې، او له درواغو څخه وژغورل سې او یا هم که څوک درسره امانت کښېږدي، او ستاسره یې یو څه وخت هم تېرسي، خو د یو څه وخت په تېرېدو سره که هغه کس له تا څخه خپل امانت وغواړي، او ته له ځانه سره فکر وکړې، که درواغ ورته ووایم، چي هغه خو له ما څخه ورک سوی دئ، یا له ما څخه غلو وړی دئ او یا هم کومه بله پلمه ورته وکړم، نو دلته چي زه امانت خیانت کړم، بیا خو د منافقو په ډله (ګروپ) کي راځم، يعني دا او دې ته ورته په نورو ځایونو کي که موږ له ځانه قوي (محکم) تعهد (ژمنه) واخلو چي درواغ ویل به پریږدو؛ نو پریښوولی یې سو، خو کچېري ځان ته دوکه ورکړو او په خپل تعهد محکم ونه اوسو، نو بیا د منافقت نښې په موږ کي تر سترګو کیدلای سي.

ځیني خلک سته، چي فضول خبري کوي، خو په فضول خبرو کي ځيني درواغ هم ویل کیږي، که ښه مسلمان جوړېدل غواړئ؛ نو له فضول خبرو څخه ځانونه وساتئ؛ که په عبثیاتو (فضولو) خبرو عادت (اموخته) سواست؛ د خپلې ذمه دارئ څخه بې پروا کیدلای هم سئ؛ ددې ترڅنګ چي د خلکو د نظر څخه وغورځېږئ؛ په معاشره (ټولنه) کي هم خپل عزت له لاسه ورکوئ.

بل ځای کي بیا په مسند احمد کي د حضرت محمد (ص) ارشاد مبارک دئ، چي هرکله څلور خبري په تاسو کي وي، که بیا ټوله دونیا هم ورانه سي، نو تاسو ته به څه نقصان (زیان) ونه رسوي. (۱) د امانت ساتنه (۲) په خبرو اترو کي صداقت (ريښتونولي) (۳) ښه اخلاق او (۴) حلاله ګټه.

د اسلام مبارک دین یو سپېڅلی او اسانه دین دئ؛ یعنې په اسلام مبارک دین کي سختي نه سته، که څه هم د درواغو ویل په شریعت کي منع سويدي، خو شریعت ورته په ۳ درو ځایونو کي جواز ورکړی دئ.

د سفیان بن ابي حصین (رض) روایت دئ: چي نبي کریم (ص) فرمایلي دي: چي درواغ ویل په ۳ درو ځایونو کي روا دي

۱ – د جنګ په مېدان کي، ځکه جنګ دُښمن ته په خپله دوکه ده.

۲ – کوم څوک چي د ۲ دوو کسانو ترمېنځ روغه جوړه کوي او په هغه کي درواغ ووايي.

۳ – او یو سړی، چي د اصلاح په نیت خپلې ښځي ته درواغ ووايي.

درواغجن د لاندي نښو څخه پېژندلای سئ!

۱- کله چي درواغجن خبري کوي نو یا لاندي ځمکې ته ګوري او یا هم ګرد چاپېره ګوري (مخامخ کتل نسی کولای)

۲ – کله چې یو څوک درواغ وايي، نو د درواغو ویلو په وخت کي د خبرو کولو ترڅنګ نور حرکات هم کوي، د بېلګې په ډول کله سر ګروي، کله په خبرو کي هغه دغه وايي، کله یوه خبره مېنځ ته وغورځوي، او کله بله….

۳- د دروا غجن خبري یو ډول نه وي، که يې خبرو ته فکر وکړئ؛ نو لومړنۍ خبري به یې له وروستنیو خبرو سره توپیر لري.

۴- او دروغژن خپل ږغ نسي کنترولولای، کله په لوړ اواز خبري کوي، کله په ټيټ اواز او یا هم چي کله بیخي بند راځي نو خبره په چټکۍ سره پای ته رسوي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پای

2696 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د-غيــبت-له-ګناه-څخه-610x330

د غیبت له ګناه څخه خبر سئ!

مخکي له دې چي د غیبت په اړه وږغيږو، لومړی باید غیبت وپېژنو چي، غیبت ...