القاعده شبکه د انزوا په حال کي ده

القاعده شبکه د انزوا په حال کي ده

ليکوال: عبيدالله خپلواک

القاعده شبکه د بشپړي تجزيې او ماتي سره مخ ده، د القاعده شبکې غړي د اسلامي ارشاداتو خلاف اعمال ترسره کوي، چي اوس په ټوله اسلامي نړۍ کي ځاى نه لري.

dd

د القاعدې لاره د وژنو، خرابۍ او عدم موفقيت لاره ده. دغه شبکه اوس دومره ضعيفه سوې او ځپل سوې ده، چي آن خپل کليدي اشخاص هم نه سي ساتلای، نو په همدې اساس دا چي القاعده خپل کليدي مشران او مهم لوړ پوړي اشخاص نه سي ساتلای، نو د نورو اشخاصو لپاره به څنگه بريالۍ هڅه وکړي، چي د دوی په پلوۍ د دوی سره يوځاى تخريبي اعمال ترسره کړي، دسوريې د ادلب په ښارکي د القاعده شبکې د دوهم لوئ مشر ( عبدالله محمد رجب اکا ابوالخیر المصري) ، چي په ابوالخیر مصري مشهور وو د ۲۰۱۷ کال دفبرورۍ پر اووه ویشتمه نیټه ووژل سو، ابوالخیر مصري چي د القاعده ډلي د اوسني مشر ایمن الظواهري وروسته دوهم کس وو، چي په سوریه کي ووژل سو، اوبوالخیر دالقاعده شبکې دخارجي اړیکو او لوجستیکي او مالي چارومسئول وو، دده په مړینه به القاعده شبکه نوره هم ضعیفه او بشپړه له منځه ولاړه سي.

dddd

دده په مړینه سره په سوریه کي د القاعده شبکې نه يوازي ژوند ختم دئ، بلکي په ټوله نړي کي به يې فعالیت له منځه ولاړه سي.

دوی دمالي پلوه هم ډیر کمزوري سوي او دمالي ستونزو له امله يې دنوو کسانو دجذب توان  د لاسه ورکړی، نوځکه ویلاي سو، چي القاعده نوره په نړۍ کي ټوټه، ټوټه سوې او په افغانستان کي هم د ورکېدو په حال کي ده.

افغانان د همدې وحشي صفته انسانانو له امله د تيرو څو کلونو را هيسي په جگړه، غمونو، ويرونو، ماتم او وينو کي مزل کوي. القاعده شبکه غواړي دا هيواد سور تنور کړي او پښتانه داسي وځپي چي نه اقتصاد، نه تعليم، نه ښوونځی، نه ښوونکى، نه روغتون، نه ډاکتر ته لاسرسى ولري او نه هم د خپل ځان آزادي او مصؤنيت احساس کړي. خو الحمدالله پر لوی خداي ج توکل او د افغان ملت په پوره همکارۍ زموږ ملي ځواکونو ، چي دنړیوالي ټولني ملا تړ هم دځان سره لري داثابته کړه، چي القاعده شبکه نور په افغانستان کي خپلو شومو موخو او اهدافو ته نه سي رسېدلاى.

دالقاعدې جګړه مارانو په جګړه ایز ډګرکي د افغانستان په يو زيات شمېر ولايتونو کي د افغان دولت او پوځ په وړاندي ماته وخوړل او د جګړې مورال او توان يې له لاس ورکړ، په دې مفهوم چي القاعده  نور په افغانستان کي د جګړې توان نه لري او افراد يې په  مطلق ډول د شکست او له منځه تلوسره مخ دي.

ddd

د القاعده ډلي مشران اوس یوازي په دې لټه کي دي، چي خپل ځان ته سرمایه برابره کړي، دوی دخپلو افرادو په غم کي نه دي. ترهګر او نور القاعده بايد په دې پوه سي چي افغانستان به نور نه يوازي د دوى لپاره يو خوندي پټنځاى نه وي، بلکي د دوى لپاره به افغانستان د تل لپاره قبرستان وي. افغان مـــــلت کمزورى نه دئ، ((لله الحمد)) يو ډېر پياوړى، غيرتي، مجاهد او باتوره ولس دئ،  موږ د ترهگريزو بريدونو د بندولو د غم او ساندو ټغر د ټولولو او افغانستان د نړۍ سره د سيال کولو لپاره مجبوره يو، چي خپل د اتفاق کږه او ماته شمزۍ له سره ورغوو، ترڅو دې بهرنيو حلقو او کړيو ته د افغاني ادرس څخه په يوه خوله د تندر او طوفان په شان دمرګ پرټولو تروریستان  ناره او چيغه پورته کړو، انشاالله افغان ملت بریالی دئ، ځکه حق هر وخت بریالی او باطل ناکام دئ.

1123 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

IMG22015916

د پاکستان بدي ورځي پیل سوې

د پاکستان بدي ورځي پیل سوې ليکنه : سرخط پر پاکستان د امریکا د نظامي مرستو ...