وسله وال طالبان اوس له خلګو په زور مالیه اخلي

وسله وال طالبان اوس دخلګو څخه په زور مالیه اخلي.

ليکوال: حميد الله باوري

په تېرو څو کلونو کي په افغانستان کي تروريستانو دخپلو نا اهله او دقدرت لیونیو مشرانو په امر او دشریعت دهرډول موازینو خلاف يو زيات شمېر بې ګناه انسانان په بهرنيو فتواوو په شهادت ورسول، په يوه ورځ او يوه شېبه کي يې په زرګونو کورنۍ په يوه انفجار کي د غم، وير، ساندو او اوښکو پر ټغر کښېنولې. آن، د واټونو پر سر د يوې ګولې  حلالي ډوډۍ د پيدا کولو لپاره سهار له کوره راوتلي ناخبره کوچني ماشومان هم د تروريستانو وحشي تروريزم  وخوړل او هیڅ افغان هم ددوي دشره څخه نه دی په امان اوپه تېرو څو کلنو کي هیڅ داسي سیمه نسته، چي ددوی دوحشت څخه خلاصه وي.

اوس بیا دې دقدرت وږو او لیونیو مشرانو دخلګو څخه دهغوی دیوې ګولې ډوډۍ د اخستلو لړي پیل کړې او دخلګو څخه په زور او جبر دعشر، زکات او مالیي په نامه پيسي اخلي، پرطالبانو دنړيوالو ډونرانو لخوا دمرستو کموالی، دنشه يې توکو دکښت کموالی او په طالبانو کي دوږو مشرانو شتون ددې سبب سوی، چي طالبان بايد دخلکو څخه په زور ماليه واخلي، دطالبانو مشرانو په هغه سيموکي، چي د دوئ ترکنټرول لاندي دي په دې شروع کړې، چي څنګه پر خلکو ماليه تحميل کړي او غريب خلک مجبوره دي، چي دوی ته ماليه ورکړي کنه دوی پوهیږي، چي خیر به يې نه وي.

هغه سیمي، چي ددولت د وسله والو مخالفینو په لاس کي دي خلګ يې ډیر په عذاب دي، دوی وايي، (هيڅوک د کوره نه سي وتلاى، لاري طالبانو راباندي بندي کړي دي، درمل نسته، خپلو ځمکو ته نه سو تللاى، مريضان راته پراته دي، طالبانو لاري په ماينونو فرش کړي، د ځايي خلکو څخه د عشر، زکات، صدقې، فديې او ماليې په نامه پيسې غواړي، ملکي خلک په مختلفو نومونو وژني، موږ ټول په ځان پوري حيران يو، نه مو څوک غم خوري، نه مو څوک پوښتنه کوي، وسله وال طالبان مو د کورونو څخه پر دولت ډزي کوي، ټول طالبان د شپې ډوډۍ او ځاى غواړي، موږ يې جواب نه لرو).

هغه ډلي، چي يادي پيسې راټولوي بايد سېده يې کوټي او پېښور ته واستوي نه دا، چي هغوئ يې په سيمه يزه کچه په خپلو منځونو کي سره ووېشي، هغه پيسي، چي په سيمه يزه کچه دطالبانو دقوماندانو لخوا راټولي سوي وي، چي کله دطالب مشرانو لاس ته ورسيږي بيا سيمه يزو قوماندانانو ته اکثره وخت نه ورکول کيږي خوصوصاً په هغه اندازه، چي راټولي سوي وي، کله چي سيمه يز قوماندانان په خپل منځ کي پر پيسو سره جوړ نه سي بيا يې مشران په خپلو منځونو کي سره ور وېشي.

 د دوئ دغه کړني دملکي خلکو په وړاندي د دې سبب سوي، چي طالبان ملکي خلک دخپلو فعاليتونو لپاره دوسیلې په توګه کاره وي، پردې سر بېره د افغانستان په يو شمېرسيمو کي دوئ په دې خاطر پرملکي خلکو فشار راوړي ترڅو ددوئ دفعاليتونو په نتیجه کي هغوئ دنورو هيوادونو ډونران پيداکړي، مخکي به دوی دقاچاقبرانو څخه هم پيسي اخستلې او دهغوی دقاچاق رسولو مسئولیت به يې په غاړه اخستئ، خو قاچاقبران هم اوس خپل مال په خپله ساتي او دوی ته پیسي نه ورکوي.

نن ورځ په سيمه يزه کچه دطالبانو قوماندانان په دې فکر کي دي، چي څنګه د دوو درو ورځو لپاره خوراکه او مهمات پيداکړي، دوئ اوس دنشه يې توکو ساتلو زيمواري هم نسي ورکولاي لکه څنګه، چي دوی مخکي داکار کوی، دطالبانو لخوا دملکي خلکو څخه په زور د پيسواخيستل او پرهغوئ فشاراوړل د دې سبب سوي، چي په اکثره کليوالي سيمو کي هغوئ دخلکو باور د لاسه ورکړی دی.

په ورستیو کي د طالبانو تر منځ ډېر ژور اختلافات موجود دي، هره ډله ځان ته تګلاره لري، په ټولو ګروپونو کي يې چور او اله ګولې شروع دي، د ملت شتمني هم د ځان حق ګڼي او بيت المال يې هم په هر ځاى کي لوټ کړى دئ.

د دوى تر منځ هم د قدرت او منافعو پر سر کشمکش روان دئ.

دا په داسي حال کي ده، چي پر طالبانو باندي د تمويل او تجهيز اکثره سرچينې وچي سوي دي، اوس په زياترو سيمو کي طالبان په خواست او فقر سره جګړه کوي، حال دا چي په خواست او فقر سره جګړه هيڅ امکان نه لري.

هره ډله د خلکو څخه په زوره، په مختلفو بهانو پيسې غواړي، په ځينو سيمو کي په ولسي وګړو په زوره جګړه کوي او غواړي په دې ډول خپل صفوف قوي کړي.

حال دا چي دا د جګړې په ډګر کي اصلي ماته ده او په کرايي او يا هم مجبوره سوو او په زور او جبر اړ ايستل سوو اشخاصو هيڅوک هم جګړه نه سي ګټلاى.

1081 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

18835834_939085596231068_7223968299810012944_n

پرملکي وګړو برید ستر جنایت دی

ليکنه: عبدالله وحدک دهېواد سولي او وطن دوښمنانو یو ځل بیا زموږ بیګناه ولس دغم ...