د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده

د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده

ليکوال: نسيم ځواک

د اسلام مبارک او سپېڅلی دين، چي د ټولو انساني نيکمرغيو، لوړتياوو  او برياوو په بشپړه توګه غوښتونکی دين دئ اود ښووني او روزني او د ښوونځيو لومړنی بنسټ هم د اسلام د پېل سره يو ځای په مدينه منوره کي د حضرت محمد (ص) له خوا ايښوول سوی دئ.

دعلم دفضیلت په اړه الله پخپل مقدس کتاب قران کریم کي خپلو بندګانو ته  امر کوي، چي اې بندګانو! تاسو خپل اولادونه د علم د زده کړي په ذريعه سره د دوزخ د اور څخه وژغورئ، همدا رنګه د اسلام سترپیغمبر  حضرت محمد (ص) فرمايي، چي تاسو د علم زده کړه وکړﺉ که چېري هغه په چین کي هم وي، یعني دا چي که دومره لیري مزل هم ورپسي وکړئ، خو د علم د زده کړي په اړه د الله جل جلاله ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) ډېر زیات ټينګار کړی دئ.

download

د فقهي پوهان هم وايي، چي د علم زده کړه پر هر مسلمان او هري مسلماني ښځي فرض ده، په دې مانا چي که چېري په يوه سيمه کي يوه ښځه د زېږون پر مهال په داسي شرايطو کي خپل ژوند د لاسه ورکړي، چي هغې ته د يوې ښځينه ډاکټري اړتیا وي، نو د دغه ښځي د مړيني مسئوليت او ګناه د سيمي د ټولو خلکو پر غاړه ده، چي هغوی ولي پخپله سيمه کي ښځينه ډاکټره نه لري.

زموږ ګران هيواد افغانستان، چي په بشپړ ډول یو اسلامي هيواد دئ او ټول اسلامي قوانین پکښي پلي کېږي او د افغانستان هر وګړي ته په اسلامي چوکاټ کي که هغه نر او یا ښځه وي د زده کړو زمینه ورته برابره او هر وګړی کولای سي، چي په وړیا ډول تعلیم وکړي او دولت مکلفیت لري، چي ټولي اسانتیاوي ورته برابري کړي.

خو بد بختانه په دې ورستیو کي د افغانستان وسله والو طالبانو دهلمند ولایت خلګو ته په دې امر کړئ، چي له دې وروسته خپل اولادونه نور ښوونځیو ته دزده کړو لپاره ونه لېږئ او خپلو وسله والو ته يې امر کړی، چي مکتبونه او نور دزده کړو مرکزونه تر برید لاندي راولي او هغه څوک، چي زده کړه کوي پرېنږدي، چي مکتبونو او نورو روزنیزو کورسونه ولاړ سي.

18474500_303

د وسلوالو طالبانو د جنوب غرب زون قوماندان حاجي منان خپلو قوماندانانو ته امر کړئ، چي د هلمند ولايت په ګرشک او نهرسراج ولسواليو کي پر يو شمېر ښوونځيو بريدونه وکړي.

په ګرشک کي په دغه ښوونځيو کي د نجونو او هلکانو ښوونځۍ او د انګليسي ژبي سنټرونه او يا هم کورسونه شامل دي، چي وسلوالو طالبانو ته يې د بريد امر سوی.

په هلمند ولايت کي پر ښوونځيو د بريد امر په اصل کي د پاکستان هيواد په کوټه ښار کي د وسلوالو طالبانو مشرانو کړی او په دې سره غواړي خپل قوت خلګو ته ښکاره کړي او هغوی تر خپل اثر لاندي راولي.

دا خو معلومداره خبره ده، چي وسلوال طالبان د بې ګناه پښتنو د ژوند هيڅ پروا نلري.

وسلوال طالبان د بېګنا انسانانو او کوچنيانو وژلو او د ملکي ځايونو لکه مکتبونو او کلينیکونو ورانولو ته دوام ورکوي او په دې سره غواړي خپل تش په نوم طاقت خلګو ته ښکاره کړي.

1125

وسلوال طالبان يو ځل بيا کوښښ کوي، چي بېګناه افغانان بې علمه وساتي او د خپلو بربري افکارو لاندي يې راولي.

که څه هم وسله والو طالبانو دخپل ادرس څخه په وار وار رسنیوته اعلاميې لېږلي، چي دوی دزده کړو مرکزونه او عام المنفعه ځایونه نه ورانوي، خو دوی په خپل قول کي هیڅ صداقت نلري او په عملي ډول عامه لاري، سړکونه، مساجد، ښونځي ورانوي او دخلګو دترقۍ او هوسا ژوند مخنیوي کوي.

3943 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

IMG22015916

د پاکستان بدي ورځي پیل سوې

د پاکستان بدي ورځي پیل سوې ليکنه : سرخط پر پاکستان د امریکا د نظامي مرستو ...