ددولت وسله وال مخالفین دمالي ستونزو سره مخ سوي دي

په دې ورستیو وختو کي طالبان د سختو مالي ستونزو سره مخامخ سوي دي.

ليکنه: بصير احمد درانی

دچارو کار پوهان په دې باور دي، چي ددوی دمالي سرچینو دکمښت لامل د طالبانو لخوا د ملکي تلفاتو د ډېرېدو، دخپلمنځي جګړو، پر یوبل دنه اعتماد، دطالب مشرانو ترمنځ بې باوري، قومي اوسیمه ایزو شخړو ته لمن وهل، دوه مخیتوب او په خلګو کي دباور دنه درلودلو له کبله د مالي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او اوس دومره مالي ستونزي لري، چي دغه ډله نور نسي کولاي دخپلو ټپیانو درملنه وکړي.18835372_303

خپله طالبان هم دامني، چي مالي ستونزي يې تر پخوا ډېري سوي، ځکه هغه کسان، چي مخکي يې د دوی سره مرسته کول، اوس نه غواړي، چي پيسې يې په داسي ځای کي مصرف سي، چي هلته ملکي وګړي، ښځي او کوچنیان وژل کیږي.

د ملا محمد عمر د مرګ وروسته کله، چي ملا اخترمحمد منصور د طالبانو مشر وټاکل سو، په دغه وخت کي دطالبانو ټولي مالي سرچينې ورکي سوې او هر مشر په خپله ګټه وکارولې، نو ځکه دطالبانو نوي مشر هڅه وکړه، چي د روسيې او ايران څخه پیسې او وسلې تر لاسه کړي او دوی ته يې ژمنه ورکړه، چي طالبان به د داعش په وړاندي وجنګېږي.

طالبانو دهغه چا وغېږي ته پناه وروړه، چي افغانانو په کلنو کلنو ددوی سره جها وکړ او سمسور هېواد يې په ګنډواله بدل سو.

هغه روسیه (پخوانی شوروي اتحاد ) چي دټولو نړیوالو قوانینو خلاف يې پر افغانستان یرغل وکړ او بیګناه افغانان يې په يوه او بل نا مه ووژل او ټوله وطن يې په کنډواله بدل کړ، بیا هم دوی دا هر څه هېر کړل او دخپلو ګټو په سبب يې د یوه نه پخلا کېدونکي دښمن سره لاس یو کړ او د وطن د ورانۍ لپاره دروسيې او ایران څخه پیسي او وسلې ترلاسه کوي.

د دوی دا ادعا چي وايي دبهرنيانو سره د افغانستان د ولس او اسلام لپاره جنګېږي خلاف ده، ځکه دوی نه يوازي دا چي بهرنيان يعني القاعده يې افغانستان ته راوستل او ښه راغلاست يې ورته ووايه، اوس د هغو بهرنيانو مرستي ته په تمه دي او ښه راغلاست ورته وايي، چا چي څو کلونه مخکي افغانان ووژل او سخت يې وځورول، دوی هیڅکله هم دخلګو دهوساینې په هکله فکر نه کوي.

دظلم او تېري په اړه الله (ج) دقران الکریم دسورت ابراهیم په ۴۲ ایت کي داسي فرمايي: ژباړه ( هيڅکله هم دا ګمان مه کوي، چي هغه څه  چي ظالمان او ستمګران يې ترسره کوي، الله تعالی ورڅخه بي خبره دي، بلکي هغه ورځي ته يې ځنډولي کله چي مو سترګي رډي پاته وي ). طالبان د افغانیت او مذهب لپاره نه جنګېږي، ځکه دوی د عامو خلګو ژوند په خطر کي اچوي او هغوی وژني او ځوروي يې.

طالبان د عامو خلګو د کورونو څخه په ګټه اخيستنې سره امنیتي ځواکونه دې ته مجبوره کوي، چي د عامو خلګو کورونو ته ورسي او دا کار د عامو خلګو د مرګ او تاوان سبب ګرځي.

طالبان په افغانستان کي ظلم کوي او بل نيت نلري.

طالبان اوس هم د حقاني شبکې او د پاکستان د ISI څخه قومانده اخلي او د هغوئ په قومانده په افغانستان کي د عامو افغانانو پرضد خونړي بریدونه کوي او هڅه کوي، چي په افغانستان کي حالات ګډ وډ او افغانستان د بهرنيو مرسته کوونکو هيوادونو د مرستو څخه بې برخي کړي.

4381 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

IMG22015916

د پاکستان بدي ورځي پیل سوې

د پاکستان بدي ورځي پیل سوې ليکنه : سرخط پر پاکستان د امریکا د نظامي مرستو ...