کندهار: دسپين بولدک ولسوالۍ دسرو څاهانو په سيمه کي افغان پوله ساتو ځواکونو دپاکستاني پوځيانو سره نښته کړې

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، نښته د پنج شنبې په ورځ هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي د وسله والو طالبانو يوې ډلي غوښتل د پاکستاني پوځيانو په مرسته د ډيورنډ کرښي دې غاړي ته راواوړٍي.

ښاغلي خپلواک زياتوي چي افغان پوله ساتو ځواکونو د وسلوالو  مخالفينو پر يادي ډلي ډزي کړي چي وروسته بيا پاکستاني پوځيانو د وسلوالو مخالفينو دفاع کړې او د افغان ځواکونو سره په نښته اوښتي.

b8

په دغه نښته کي د پاکستاني پوځيانو او وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ويل سوي، خو ويل کېږي چي پاکستاني پوځيان او وسلوال هم وژل سوي او ژوبل سوي دي.

بايد وويل سي چي په دغه نښته کي د افغان ځواکونو يو سرتيری شهيد او دوه نور ټپيان سوي دي.

3959 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aaa

په روزګان کي د عملياتو پر مهال ۳۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځايي چارواکي وايي عمليات د افغان ځواکونو لخوا د روزګان د مرکز ترينکوټ په ګرم ...