په کراچي کي د بېړۍ د اور اخيستو له امله ٥ کار کوونکي وژل سوي

د کراچۍ ښار شمال لوېديځ لوري ته د ( حب ) سيمي په ګډاني ساحل کي د بېړۍ ماتولو په يوه تمځاى کي په شاوخوا دوه نيمو مياشتو کي د درېيم ځل لپاره اور لګېدنه رامنځته سوې ده.

په ياد تمځای کي ۲۰ تنه مزدورانو کار کاوه، چي د بېړۍ ماتولو پر وخت يوې ناکاره بېړۍ اور اخيستی او پرمهال يې پينځه تنه سوه ځېدلي او مړه سوي دي.

د کراچي ښار په ياد کار ځای کي زياتره کارګر د خيبر پښتونخوا اوسېدونکي دي، چي په پرونۍ پېښه کي مړه سوي کسان هم د سوات بلل سوي دي.

پوليس چارواکي وايي، دغه بېړۍ چي اور يې اخيستى- د بېړۍ ماتوونکو د اتحاديې د پخواني مشر رضوان ديوان فاروق بېړۍ وه، چي وايي، هغه يې په بېړۍ کي مزدورانو ته د اسانتياوو نه برابرولو په تور نيولى دى.

4718af17-3e8b-40f3-84dc-f6808c6047a6_w987_r1_s

759 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

_97305964_b0b82138-bef2-4b0f-a137-896a2cfce46d

ټرمپ، وینزویلا ته هم د پوځي برید ګواښ وکړ

د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا په وړاندي د توندو څرګندوونو وروسته تېره ورځ وویل ...