په چمن کي د هندو سوداګر پر وژني سوداګرو او هندوانو لاريون کړی

د بلوچستان په چمن ښارګوټي کي وړمه شپه ناڅرګندو کسانو پر يوه ځوان هندو سوداګر وسلوال بريد وکړ او وه يې واژه

د پوليسو په وينا وژل سوى هندو سوداګر “روي کمار” نومېدئ، او زياته وي، کله چي هغه د چمن ښارګوټي ( تاج سړک ) ته څېرمه په يوه کوڅه کي خپل کور ته روان و، چي وسلوالو ورته کمين نيولى و او ناببره يې ورباندي بريد وکړ او وسلوال د پېښې د ځايه وتښتېدل.

cf96955f-5557-40db-a9ed-4485003b322c_cx0_cy16_cw0_w987_r1_s_r1

د چمن د پوليسو مشر ساجد مومند وايي، داسي معلومېږي، چي نوموړى په هدفي توګه وژل سوى دئ.

په چمن کې مېشتو هندوانو او ځايي سوداګرو پرون د هغه د وژنې پر ضد احتجاج وکړ او له حکومته يې غوښتنه وکړه، چي د “روي کمار” قاتلين دي ژر تر ژره ونيسي او د قانون منګولو ته دي وسپاري.

په مظاهره کي شريک يوه سوداګر وويل، پر هندو لږه کيو دا ډول بريدونه د اندېښنې وړ دي.

د هندو سوداګر د وژلو لامل معلوم نه دئ او نه يې هم تر اوسه چا مسؤليت پر غاړه اخيستى دئ، خو په تېر ٢٠١٦ میلادي کال کي هم په همدې چمن ښار کي دوه هندو سوداګر او يو عيسوی تن ناڅرګندو کسانو په ډزو وژلي وو.

634 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

n1

سيلاب خيريه بنسټ د ډاکټر مامون طاهري دروغتيايي علومو د انستيټوټ سره په ۶۰٪ تخفيف د ۳۰۰ محصلينو دمنلو تفاهم ليک لاسليک کړ

دغه تفاهم ليک ددواړو لورو په لخوا د۳۰۰ هغه محصلينو له پاره لاسليک سو چي ...