په ٢٠١٦م كال کي ٦٦٧ بلوڅان ورک او ١١٦ وژل سوي دي

د پاکستان حکومت په بلوچستان کي د امنيت په نوم د خپلو پالیسيو د عملي کولو لپاره له زوره کار اخلي او په عملياتو کي هغه ځوانان هم وژني، چي له مودو راهيسي ورک دي.

f

د ورکو بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي سازمان مشر نصرالله بلوڅ ويلي، په تېر ٢٠١٦م میلادي کال کي د پاکستان حکومت او هم د بشري حقونو د ادارو د نه‌ پاملرني له امله د بلوڅو سياسي فعالانو تر شپږنيم سوه زيات کسان ورک سوي او د ١١٦ تنو خراب سوي مړي موندل سوي دي.

ښاغلي بلوڅ په کوټه کي يوې خبري غونډي ته وويل، چي د ورکو خلکو لپاره يې د کلونو هلو ځلو کومه پايله نه ‌ده ورکړې او په ٢٠١٦م میلادي کال کي په پاکستان کي دننه او په نړيواله کچه د ورکو بلوڅانو لپاره د اغېزمنو هڅو د نشتوالي له امله ډېر خلک ورک سول، ووژل سول او بشري حقونه‌ يې تر پښو لاندي سول.

نوموړی وويل، چي د پاکستان حکومت په بلوچستان کي د امنيت په نوم د خپلو پالیسيو د عملي کولو لپاره له زوره کار اخلي او په عملياتو کي هغه ځوانان هم وژني، چي له مودو راهيسې ورک دي.

هغه وايي، د شاوخوا درې زرو ورکو ځوانانو لېست ‌يې جوړ کړى، چي په مرموز ډول ورک دي او په خبره یې که دوى په هر جرم کي لاس لري، نو بايد محکمې ته وړاندي سي، نه دا چي له محاکمې پرته په ناڅرګندو زندانونو کي ساتل کېږي او شکنجه کېږي.

خو د بلوچستان د ايالتي حکومت وياند انوارالحق کاکړ بيا وايي، چي د امنيتي سرتېرو په عملياتو کي هېڅکله بې ‌ګناه خلک نه ‌دي وژل سوي.

د ورکو بلوڅانو د موندني په اړه د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم په وار – وار اندېښنه څرګنده کړې ده.

1312 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

A

د کندهار د استناف محکمې رئيس وايي په قضايي ادارو کي به اصلاحات رامنځ ته کړي

یادي څرګندوني د عدلي او قضایي ادارو تر منځ د همږغۍ په غونډه کي وروسته ...