په ولايت مقام کي د سوي خونړۍ پېښي پلټني کيږي

په دې پېښه کي د ولايتي ادارې د مسئولينو تر څنګ د متحده عربي اماراتو څخه راغلي يو شمېر مېلمانه هم شهيدان او ټپيان سوي دي.

د کندهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق د يوه خبري کنفرانس پر مهال رسنيو ته وويل، چي په دغه ترهګريز بريد کي د ولايتي ادارې د مرستيال په شمول ۱۱ کورني او بهرني کسان شهيدان سوي دي.

د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي په شمول په دې ترهګريزه پېښه کي ۱۸ تنه ژوبل دي، چي يو شمېر کسان له عربي امارات څخه راغلي مېلمانه دي.

1

دا د کندهار ولايت مقام هغه مېلمستون دئ، چي تېره شپه پکښي ترهګريز بريد وسوو؛ د پېښي په سيمه کي د ماتو هندارو او ماتو دروازو پرتې ټوټې په زړونو کي بېره اچوي؛ خو امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق وايي، چي د پېښي عاملين به ونيول سي.

لوی پاسوال عبدالرازق د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل، چي له ډېره وخته د کندهار پر ولايت مقام د بريدونو پلان موجود وو، خو مالومه نه وه، چي څه ډول بريد به کيږي.

هغه زياتوي، چي لومړنيو مالوماتو ئې دا په ډاګه کړې، چي په پېښه کي هغه کاريګر ښکېل دي، چي په ولايت مقام کي ئې ترميماتي کارونه کول.

4

امنيه قوماندان وايي، چي چاودېدونکي توکي تر دوو چوکيو لاندي ځای پر ځای سوي وه، چي د چاودني څخه ئې مرګ ژوبله رامنځته سول.

امنيه قوماندان په دغه پېښه کي د ګاونډيو هيوادونو استخبارات ښکېل بولي او زياتوي، چي له مودو راهيسي ئې د کندهار ولايت مقام ته د بريدونو لپاره لاري لټولې.

دی زياتوي، چي تېره شپه دغه خونړی بريد په داسي حال کي سوی، چي د ولايتي ادارې د مسئولينو تر څنګ د عربي متحده اماراتو څخه راغلي مېلمانه او په افغانستان کي د دغه هيواد سفير هم موجود وو.

ولایتي شورا د دې پيښي ترڅنګ د کابل او هلمند هغه تروریستي بريدونه هم وغندل،چي پر مهال يې ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

2

د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال رسنيو ته په خبرو کي وويل، چي حکومت دي په هيواد کي د ورستيو خونړيو پېښو عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته دي وسپارل سي.

د تېري شپې په خونړۍ پېښه کي د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي، د بهرنيو چارو رئيس شاه احمد سعيد، په امریکا کي افغان ‌‌‌‌‌‌ډیپلوماټ ډاکټر نذیر یما قریشي، په ولسي جرګه کي د جوزجان د خلکو استازی بازمحمد جوزجانی، د فارياب يو تن سناتور، پنځه تنه د عرب متحده اماراتو ډيپلوماټان او د راغلو ډيپلوماټانو سره راغلی يو تن ژباړن شهيدان سوي او ۱۸ تنه نور ژوبل دي، چي د ټولو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دئ.

خبریال: ويس احمد ارين

3

768 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

4

په کندهار کي اصلاح سوي تخمونه توليديږي

کروندګر، بزګران او باغ لرونکي له مودو راهيسي په دې تمه وه، چي په هيواد ...