په هرات کي درې ایرانیان د “ترهګرۍ” په تور نیول سوي دي

د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي، درې ایرانیان یې د ترهګرۍ په تور د دوو توپنچو سره نیولي، چي ځانونه یې افغانان معرفي کړي وو.

د هرات د امنیې قوماندانۍ د تروریزم ضد څانګي مشر فضل الرحمن خادم د یوې خبري ناستي په ترڅ کي ویلي، درې ایرانیان یې د ترهګرۍ په تور د دوو توپنچو سره نیولي دي.

نوموړی وایي، نیول سوو کسانو ځانونه افغانان بللي، خو پولیسو موندلې، چي دوی ایرانیان دي.

دغه سیمه ییز چارواکي وایي، نیول سوو کسانو په وژنو کي پر لاس لرلو اعتراف نه دی کړی، خو په وینا يي شواهد ښیي، چي دوی په هرات کي د وژنو په څو ترسره سوو پېښو کي لاس درلود

herat4

445 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

h

هلمند کي د پولیسو بست زون ته بهرني سلاکاران را ورسېدل

د پنځه سوه پنځم بست زون د پولیسو دفتر وايي، د بهرنیو ځواکونو دا سلاکاران ...