په حقانیه مدرسه کي د طالب مشرانو تر منځ لفظي شخړه

 

طالبانو ته نيږدې سرچينې وايي، چي د روسانو سره د طالبانو تر رسمي هوکړي وروسته پاکستان د حقانيه مدرسې مشر سميع الحق ته دنده سپارلې وه، څو د روسانو او طالبانو اړيکي ته ديني مشروعیت ورکړي او مخالف طالب مشران قانع کړي.

4fa01d64-369c-49a9-9077-e1cfabe6848a_mw1024_mh1024_s

په تېرو څو ورځو کي ويل کېږي، چي پر ځينو طالب مشرانو بندیزونه هم ليري سوي وو او دوی د هيبت الله او سراج الدين حقاني له لوري اړ سوي وو، چي حقانيه مدرسې ته په ورتګ سره ځان ته معلومه کړي، چي آیا د روسانو سره اړيکي مشروع دي که نامشروع.

ويل کېږي د کوټي شورا او حقاني شبکې د مشرتابه شورا شل کسيز پلاوی دې مدرسې ته تلی دئ او هلته د بحث په لړ کي د حقاني شبکې يو مهم غړي له روسانو سره پر کړې هوکړه نه یوازي نيوکي کړي، بلکي په زغرده يې ويلي، دي چي د يو نيم ميلیون افغانانو له قاتل سره هوکړه په اصل کي پر جهاد، شهادت، مبارزې او له اشغاله د افغان ولس پر ژغورلو ملنډي دي.

ويل کېږي ځينو ان پر سميع الحق هم تور پوري کړی، چي د همدې روسانو پر ضد پرونۍ فتواوي يې له کومه کړي وې او نن يې بیا د اړيکو د مشروعیت فتواوي له کومه کړي دي.

يو ديني عالم، چي په دې ناسته کي يې ګډون کړی وو او سميع الحق يې مخاطب کړی دئ:« روسان دين او مذهب ملنډي او ديني عقيده لرونکي لیونیان بولي، نه خدای مني او نه هم حساب او کتاب او داسي…. نو د خدای داسي يو دښمن موږ څنګه د الهي دين د ژغورني وسيله کړو.

دا هم مه هیروئ، چي روسانو په چچن او قفقاز کي مسلمانان څنګه ځپلي دي، که د دين ژغورني خبره وي ولي يو اسلامي هیواد چچن بیرته روسيي اشغال کړ آيا ځواب لرئ.»

ياد عالم زياته کړې:« آيا هغو ځانمرګو ته چي د اسلام په خاطر يې ځانونه نذرانه کړي ځيني پاټه کونډي او يتيم ته ځواب لرئ؟ موږ خو د کفر پر ضد وو نو څنګه پاکستان کله يو کافر دوست کوي کله بل؟ آيا ياد مو دي چي پاکستان څنګه امریکا دوسته کړه او زموږ مشران يې پر امریکې وپلورل؟ آيا ياد مو دي چي زموږ مشران څنګه په مبهمو مرګونو و وژل سول؟ آيا ياد مو دي چي ملا عبدالغني برادر څو کاله کېږي او ولي بندي دی؟» ويل کيږي تر ناستي وروسته پرته له دې چي سميع الحق طالب مشران قانع کړي، ناسته له کومې پايلې پرته پای ته رسيدلي او ډيری طالب مشران له وتلو سره سم د مومندو ايجنسۍ په غرنیو سیمو کي تيراه ته راغلي او شونې ده له هغه ځايه افغانستان ته راسي.

ياده دي وي، چي د روسانو سره د سوي هوکړي راز هغه وخت افشا سو چي د روسيي کابل ميشتي سفير الکساندر مانتتسکي وویل، چي دوی له طالبانو د روسانو د ساتلو په خاطر ګټه پورته کوي.

2923 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

books

د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده

د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده ليکوال: نسيم ځواک د اسلام مبارک ...