ټیلرسن: روسیه یو خطرناکه او بې ثبانه کونکې نړیواله لوبغاړې ده

ریکس ټیلرسن، چي د ډونالډ ټرمپ لهخوا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت څوکۍ ته نومول سوی، د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په خبرو کي وویل، روسیې یو داسي خطر رامنځ ته کړی، چي د امریکا متحدین حق لري، په وړاندي یې بیدار و اوسي.

42670155-0AF1-4FFA-B04A-5646906AD5B5_w610_r1_s

ټیلرسن، چي د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین له خوا ورته د روسیې د ملګرتیا دولتي مډال هم ورکړل سوی، سناتورانو ته د خپلو خبرو په پیل کي وویل، په داسي حال کي، چي روسیه په نړیوال سټیج درناوی او ارتباط لټوي، وروستیو فعالیتونو کي یې د امریکا ګټې له پامه غورځولي.

داسي شکاري، چي د روسیې په اړه د نوموړي دغه سخت دریځ، چي د سناتورانو په وړاندي يې څرګند کړ، د یو شمېر مخکښو امریکايي سناتورانو هغه اندېښنې را کمي کړي، چي ګومان یې کاوه نوموړی به د روسیې په وړاندي نرم دریځ ولري.

بلخوا د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، غواړي د مسکو سره اړیکې چي د اوکراین او سوریې د کړکیچونو له کبله زیانمنې سوي، له سره بهتره کړي او دی به پر روسيې د امریکا د بندیزونو پر لېري کولو هم غور وکړي.

922 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

n1

سيلاب خيريه بنسټ د ډاکټر مامون طاهري دروغتيايي علومو د انستيټوټ سره په ۶۰٪ تخفيف د ۳۰۰ محصلينو دمنلو تفاهم ليک لاسليک کړ

دغه تفاهم ليک ددواړو لورو په لخوا د۳۰۰ هغه محصلينو له پاره لاسليک سو چي ...