هلمند: د امنیتي ځواکونو په بريدونو کي ۱۲ وسله وال مخالفين وژل سوي دي

د هلمند ولايت د ولایت مقام رسنیز دفتر په يوه خبرپاڼه کي ويلي، چي د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کي د يوه هوايي بريد پرمهال  ۱۲ تنه طالب وسلوال وژل سوي دي.

سرچیني لیکلي، چي عملیات تېره شپه د ګرمسېر ولسوالۍ د «ګيمک او خارکي» ترمنځ سيمه کي د بهرنيو ځواکونو الوتکو ترسره کړي دي.

د خبرپاڼي په قول په دې عملیاتو کي د مولوي عتيق الله په نوم د يوه طالب قومندان ۱۲ تنه وسلوال وژل سوي دي.

د هلمند ولایت مقام مطبوعاتي دفتر ویلي ګرمسېر ولسوالۍ کي امنيتي ساحه د پراخېدو په حال کي ده او په تېرو څو ورځو کي مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي او مخالفینو د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان د لاسه ورکړی دئ.

CTRFX5LUkAE4P4A

439 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

4

په کندهار کي اصلاح سوي تخمونه توليديږي

کروندګر، بزګران او باغ لرونکي له مودو راهيسي په دې تمه وه، چي په هيواد ...