محمد حنيف اتمر:په کندهار ولايت مقام کي سوی بريد وسلوالو طالبانو دبهرنيانو په لارښوونه او همکاري تر سره کړی

د جمهور رئيس د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر چي د جمهور رئيس په لارښوونه د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کندهار ولايت ته راغلی وايي، د دغه ولايت د والي په مېلمستون کي سوي بريد په بهر کي پلان سوي وو.

هغه وايي په لومړنيو څېړنو کي يې داسي مواد موندلي چي د دغه بريد د تر سره کولو لپاره د بهر څخه راوړل سوي وه.

د سه شنبې په ماخستن وسلوالو ترهګرو د کندهار د والي په مېلمستون کي پر داسي مهال چاودنې وکړې چي په افغانستان کي د عربي متحده اماراتو سفير جمعه الکعبي يې ميلمه وو.

په دغه بريد کي د کندهار ولايت مقام د مرستيال عبدالعلي شمسي په شمول يوولس تنه شهيدان او دوولس تنه نور زخميان سول.

د دغه بريد د څېړلو لپاره جمور رئيس محمد اشرف غني د خپل امنيتي سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ يو لوړ پوړي دولتي پلاوي کندهار ولايت ته راولېږه.

34

راغلي پلاوي په دغه بريد کي د زخمي سوو کسانو د پوښتنې تر څنګ د پيښي د ځاي څخه هم ليدنه وکړه او څېړني يې پيل کړې.

وروسته د جمهور رئيس د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د يوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال دغه بريد په کلکه وغانده او دغه کار يې د بهرنيو استخباراتي کړۍ کار وباله.

ښاغلي اتمر وويل چي دغه بريد د کابل او هلمند د بريدونو سره تړاو لري او دغه بريد وسلوالو طالبانو د بهرنيانو په لارښوونه او همکاري تر سره کړی.

هغه وايي په لومړنيو څېړنو کي يې داسي مواد موندلي چي د دغه بريد د تر سره کولو لپاره د بهر څخه راوړل سوي وه.

د ملي امنيت سلاکار همداراز وويل چي دغه پېښه د افغانستان د حکومت لپاره ډېره مهمه ده او جمهور رئيس هدايت کړی چي يو قوي تخنيکي ټيم دي دغه پېښه په بشپړه توګه وڅېړي.

ښاغلي اتمر د دغه کنفرانس پر مهال افغان ملي او امنيتي ځواکونه هم وستایل چي د پيښي پر مهال يې وړتيا ښودلې ده.

56

د جمهور رئيس د ملي امنيت سلاکار همداراز خبريالانو ته وويل چي په پېښه کي د کندهار د والي ډاکټر محمد همايون عزيزي او په افغانستان کي د عربي متحده اماراتو د سفير په شمول ټول زخميان د خطر څخه ليري او تر تداوي لاندي دي.

هغه وويل د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي سره يې ليدلي او روغ رمټ دی، خو د سر بیرنو ټپونو تداوي يې کېږي.

بايد وويل سي چي د کندهار والي په ميلمستون کي سوی بريد په ملي او نړيواله کچه غندل سوی او دغه بريد د اسلام، سولي او بشريت د دښمنانو کار بلل سوی.

خبریال:قدرت الله خوشبخت

2327 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

aa

د کندهار ولايت مقام د لارښووني پر اساس د ماين وهلي کورنۍ سره مرسته وسول

دروزګان چار چينو ولسوالۍ کي دمحمد عمر په نوم يو ځوان څلور مياشتي وړاندي پر ...