سل ډالره/ لنډه کيسه

یوه مشهور وینا کوونکي، په یوه مجلس کي، چي شاوخوا دوه سوه تنو پکښي حضور درلوده، یو سل ډالري نوټ د خپل جېب څخه را و ايستئ او وې پوښتل: څوک غواړي، چي دا نوټ واخلي؟

په مجلس کي ناست ټولو کسانو خپل لاسونه پورته کړه.

وینا کوونکي وویل: زه به دا نوټ ستاسو څخه یوه ته ورکړم، مګر مخکي تر هغه غواړم، چي یو کار وکم.

هغه را ولاړ سو، نوټ یې ومروړئ او پوښتنه یې وکړه: اوس څوک دا نوټ غواړي؟

بیا هم ټولو ناستو کسانو لاسونه پورته کړل.

دوهم واري وينا کوونکي مروړل سوی نوټ پر مځکه باندي وغورځوئ او پر وختئ او د خپلو بوټونو په وسیله یې پر مځکه باندي ښه کش کئ، وروسته یې نوټ را پورته کئ او وې پوښتل: اوس څوک حاضر دی، چې دا نوټ واخلي؟ بیا هم ټولو لاسونه پورته کړل.

وینا کوونکي وویل: دوستانو ! ماچي په نوټ باندي هرڅه وکړل، خراب مي کئ، خو بياهم د نوټ د ارزښت څخه څه کم نه سول او ټول یې غوښتونکي یاست.

نو په رښتیني ژوند کي هم همداسي ده، موږ په ډېرو پرېکړو کي، چي کوو یې، د کومو ستونزو سره، چي مخامخ کېږو یا ټیټېږو، او مروړل کېږو او یا هم ډېر زیات خواشیني کېږو او داسي احساس کوو، چي نور نو د یوې پېسې ارزښت هم نه لرو، مګر دا سي نه ده.

دې ته په نه پام سره، چي پر موږ باندي څه بلا راغلې ده، هېڅکله خپل ارزښت د لاسه نه ورکوو او تر اوسه هم د هغو کسانو له پاره، چي ز موږ سره مینه لري. ارزښتمن یو.

494 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

2-10

د بریتانیا په بریسټول کي یوګیګا بايټي انترنیټ فعاله سو

د بریتانیا په بریسټول ښار کي د نوري فایبر په وسیله د نړۍ تر ټولو ...