د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ اوونۍ کي ۹۴۰۰ افغان کډوال هيواد ته را ستانه سوي دي

ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړۍ اوونۍ کي ۹۴۰۰ بې اسناده افغان کډوال د ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه سوي دي.

23

د راپورونو له مخي په تېرو ۱۰ ورځو کي هيواد ته ډېر راستانه سوي کډوال د ایران څخه راستانه سوي افغان ځوانان دي.

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو ویاند ماټهاو ګرایډن وايي:

د کډوالو راستنېدل د پیشبینۍ وړ نه دئ، ځکه په دې برخه کي بېلابېل عوامل وجود لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړۍ اوونۍ کي ۱۶۵۰ بې اسنادو کډوال د پاکستان او ۷۸۰۰ هم د ایرانه ایستل سوي دي.

ملګرې ملتونه دغه راز خبر ورکوي، چي په ۲۰۱۶ میلادي کال کي هم ۷۰۰ زره بې اسناده افغان کډوال د ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه سوي دي.

656 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

A

د کندهار د استناف محکمې رئيس وايي په قضايي ادارو کي به اصلاحات رامنځ ته کړي

یادي څرګندوني د عدلي او قضایي ادارو تر منځ د همږغۍ په غونډه کي وروسته ...