د کندهار عام ولس په هيواد کي وروستي خونړي بريدونه په کلکه وغندل

د هيواد په پلازمېنه کابل ، هلمند او کندهار ولایتونو کي وروستي ترهګريز بريدونه ، چي له امله يي ګڼ شمير هيوادوال شهيدان او ټپيان سول.

 د کندهار عامو خلګو دا ترهګريز بريدونه په سختو ټکو وغانده او د دولت څخه  يې وغوښتل چي د پيښو دقيقه څيړنه وکړي او عاملين يي پيدا او په عام محضر کي دخپلو شومو کړونو په سزا ورسوي.

د سې شنبې ورځ په هيواد کي د سختو خونړيو بريدونو او د لسګونو کسانو د وينو تويولو او د ټپي کېدو ورځ وه ، چي د اسلام ، خاوري او خلګو دښمنانو يو ځل بيا د خپلو شومو اعمالو په ترڅ کي د کابل ، هلمند او کندهار ولايت سلګونه کورنۍ د غم پر ټغر کښينولې.

8

د کندهار ولایت عام ولس دا ډول بريدونه غندي او وايي چي د هيواد دښمنان نه غواړي افغانان په سوله کي ژوند وکړي ، د تعليم او تحصيل څښتنان سي  او پرمختګ وکړي.

د دوی په وينا افغانان به هيڅکله خپل همت د لاسه ورنه کړي او د خپلوغيرتي او با شهامته زلميو د خدمت د لاري لاروي به پاتي سي.

دغو کسانو د دولت څخه وغوښتل چي يادي پيښي تر شاه چي د هر چا لاس وي معلوم او په عام محضر کي دي يې په سزا ورسوي.

0

بلخوا د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس حضرت ولي هوتک په کندهار ، هلمند او کابل کي سوي بريدونه نه وروستي او نه اولني وبلل بلکي دايې د څلورو لسيزو لړۍ وبلل چي د اسلام او افغانيت دښمنانو پيل کړي او نه غواړي دا هيواد يو پر مختللی هيواد و اوسي او خلګ يي خپلو هيلو ته ورسيږي.

ښاغلي هوتک وويل د ا د پرديو اجرعناصر به هيڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسيږي او د دې هيواد اصیل بچي به يې په وړاندي په ټينګه مبارزه کوي.

د يادولو وړ ده وروستي بريدونه د بيارغوني د پروژو د پيل ، د سولي سره د خبرو اترو پر غونډه او پر لويه لار د خلګو پر ګڼي ګوڼي سوي چي لويه قرباني يي ملکي وګړي وه چي کورنۍ يي ماښام کور ته سترګي په لار وه خو دوی په سپينو کفنونو کي په سره رنګ ور وړل سول.

خبریال:عزت الله عزت

6

1030 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

8

کندهار هوايي ډګر د نظامي پیلوټانو په نړیوال روزنیز مرکز بدل سو

ددې روزنیز مرکز څخه په لومړی ځل د بلک هاک الوتکو شپږ تنه پيلوټانو تر ...