د هلمند دیني عالمانو په افغانستان کي ورستۍ خونړۍ پېښې غندلي

د دوی په وینا وسله والو مخالفینو پخپلو وروستیو بریدونو سره په کابل ،هلمند او کندهار کي خونړۍ ترهګريزي پېښې ترسره کړې ، چي په دې کار سره يي یو ځل بیا خپل اعمال نړۍ ته وښودل.

دوی وايي ، دغه ډول عمل ته باید جهاد ونه ویل سي ، بلکه د پردیو استخباراتي کړیو په امر افغانستان کي ملکي او دولتي کسان د هغوی تر بریدونو لاندي راځي.

f

پرون په هلمند ،کابل او بیا کندهار کي د وسله والو مخالفینو له خوا په پرله پسې توګه خونړۍ حملې وسوې ، چي لومړی حمله په هلمند کي د دو ځانمرګو برید ګرو له خوا پر یوه کور چي ویل کېده ، د قومي مشرانو او دولتي کسانو غونډه پکښي روانه وه ، وسوه ، چي په ترڅ کي يي اوه تنه شهیدان او درې نور ټپیان سوه تردې وروسته د کابل په دارالامان کي دوه پرله پسې چاودني وسوې ، چي د عامي روغتیا د وزارت په قول دېرش تنه شهیدان سول او اته اویا تنه نور ټپیان سوه.

15894887_1213949655366342_2624671607413234608_n

په ورته توګه د کندهار ولايت مقام په میلمستون کي په ورته توګه چاودنه وسوه ، چي په ترڅ کي يي د دې ولایت د مرستيال والي عبدالعلي شمسي ، د بهرنیو چارو رئیس شاه احمد سعیدي، په امريکا کي افغان د یپلومات یما قریشي او د عربي متحده اماراتو د  یوولس ډيپلوماټانو په ګډون شهیدان او دوولس نور ټپیان سول.

دغه بریدونه د هلمند دیني عالمانو په سختو ټکو غندلي دي ، د هلمند د علماوو شورا غړی مولوی مهر دل وايي ، وسله والو مخالفینو دغه عمل د پردیو استخباراتي کړیو په امر ترسره کړی دی.

%d8%a7%d8%b4%d8%b1%d9%81-%d8%ba%d9%86%db%8c6

دغه راز د هلمند یو بل دیني عالم هم یاد برید د اسلام او مسلمانانو پر خلاف بللی دی ، او له خلکو يې غوښتي دي ، چي د دغه ډول بریدونو د طرحه کونکو سره مرسته او همکاري ونه کړي.

پرونۍ چاودني د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا هم په سختو ټکو غندل سوي دي او ویلې دي ، چي د جنایتکارانو ډلي به په هيڅ ځای کي په امن کي پاته نه سي.

خبریال: عبدالرحیم مطمین

543 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

Capture

په سنګين ولسوالۍ کي افغان ځواکونو تکتيکي شاتګ کړی

د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، د دغه ولايت په سنګين ولسوالۍ کي افغان ځواکونو ...