د هسپانیې په کوپادلرې کي ریال ماډریډ د سیویا څخه جالبه لوبه وګټل

د هسپانيې د کوپادلرې په شپاړس غوره یا راونډ اپ سیکسټین کي د ریال اوله لوبه د ریال په کوربه توب د دوی په (سانټیاګو برنیباو) سټوډیوم کي وه، چي ۳ پر صفر ئې د مېلمنې لوبډلي سیویا څخه وګټل.
د لوبي په (۱۱مه) دقیقه کي د ریال ماډریډ (خامیس روډریګیز) د ډېر لیري څخه یو ګول سیویا ته ورکی او لوبه ئې ۱ پر صفر د ریال په ګټه کړه.
تر دې ګول وروسته په (۲۹مه) دقیقه کي پر سویا یوه فینالټي را ووتل، چي بیا هم (خامیس روډریګیز) په ښه مهارت ګول کړه او لوبه ئې ۲ پر صفر کړه.
تر دې وروسته اوله نیمايي تر آخیرو دقیقو په داغه نتیجه روانه وه، خو په (۴۴مه) دقیقه کي د ریال (رافایل واران) په هیډ یو ګول سیویا ته ورکی او لوبه ئې ۳ پر صفر د ریال په ګټه کړه.
اوله نیمايي په داغه نتیجه خلاصه سوه، خو په دوهمه نیمايي کي بیا هم د یوې لوبډلي له خوا بل ګول نه دئ لګېدلی او لوبه داغسي ۳ پر صفر د ریال په ګټه خلاصه سوه.
د یادوني وړ ده، چي ۶ ورځی وروسته به ریال د سویا په کور کي برګشت لوبه ولري.
پاته دي نه وي، چي ریال اوس په (۳۸) لوبو کي یوه لوبه هم نه ده بایللې، که چيري ریال یوه لوبه لا وګټي، نو د بارسلونا د زیاتو پرله پسې لوبو ریکارډ به ور مات کي، چي لوويس اینرېکې په اول فصل کي په بارسلونا جوړ کړی وو.

1

د انګلستان په پریمييرلیګ کي ټوټینهام هاټسپر د چېلسي څخه لوبه وګټل.
د انګلستان په پریمييرلیګ کي د دې فصل تر ټولو دا جذابه لوبه د ټوټینهام په کوربه توب وه، چي ۲ پر صفر ئې د چېلسي څخه وګټل.
په لوبه کي اوله نیمايي تر آخیرو دقیقو صفر پر صفر روانه وه، خو په اضافه وخت کي د ټوټینهام (ډېلي علي) په هیډ یو جالبه ګول چېلسي ته ورکی او لوبه ئې ۱ پر صفر کړه.
کله چي دوهمه نیمايي شروع سوه، نو یو وار بیا په (۵۴مه) دقیقه کي دقیقه کي د ټوټینهام (ډېلي علي) په هیډ یو ګول چېلسي ته ورکی او لوبه ئې ۲ پر صفر د چېلسي په ګټه کړه، چي تر دې وروسته بیا د یوې لوبډلي له خوا ګول نه دئ لګېدلی او لوبه داغسي دوه پر صفر د ټوټینهام په ګټه د (۳۱۴۹۱) تماشاچیانو په موجودیت کي خلاصه سوه.
د یادوني وړ ده، چي چېلسي تيري دیارلس لوبي پرله پسې ګټلي وې، او دا ئې اوله لوبه وه، چي وې بایلل.

2

د آسټرالیا په بي بي ایل کي سیډني تندر د میلبرن سټارز څخه لوبه وګټل.
د اسټرالیا په بي بي ایل یا بیګ بېش لیګ کي ۱۶مه لوبه د سیډني تندر او میلبرن سټارز تر مینځ وه، چي د (۶) ویکیټو په توپیر تندر لوبډلي ځیني وګټل.
په لوبه کي ټاس تندر وګټی او اول ئې بالینګ واخیستی.
کله چي د سټارز لوبغاړي بیټینګ ته راغلل، نو په شل آوره کې د (۸) ویکیټو په بایللو سره تندر ته (۱۶۷) هدف ورکی.
د دوی په لوبغاړو کي (کيوين پيټرسن ۶۰) منډي وکړلې او د تندر په بالرانو کي (شېن واټسن) درې ویکیټه، (فواد احمد و کریس ګرین) دوه دوه او (پاټ کیومینز) یو ویکیټ واخیستی.
کله چي د تندر لوبغاړي بیټینګ ته راغلل، نو په شل آوره کې د (۴) ویکیټو په بایللو سره د سټارز ور کړل سوی هدف ور پوره کی او لوبه ئې د (۶) ویکیټو په توپیر وګټل.
د دوی په لوبغاړو کي (ایوين مورګن ۷۱) منډي وکړلې او په لوبه کي اوټ هم نه سو.
د یادوني وړ ده، چي د لوبي غوره لوبغاړی هم د سیډني تندر (ایوین مورګن) وټاکل سو.

خبریال: اسد الله نوري

3

999 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

article-0-089F7383000005DC-153_468x286

په لاهور کي چاودني دوه ويشت کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

دپاکستان د پنجاب ايالت د قانون وزیر رانا ثناوالله د رسنیو سره په خبرو کې ...