د هسپانيې په کوپادلرې کي اتلاتیکو ماډریډ د لاس پالماس څخه لوبه وګټل

د هسپانیې د کوپادلرې راونډ اپ سیکسټین یا شپاړس غوره ټیمونو لوبي د خپل رسمي تقسیم اوقات سره سم یو ځل بیا شروع سولې.
په دې لوبو کي اتلاتیکو ماډریډ د لاس پالماس سره د هغوی په (دي ګران کاناریا) سټوډیوم کي لوبه وکړه او دوه پر صفر ئې ځیني وګټل.
د لوبي د شروع په (۲۳مه) دقیقه کي د اتلاتیکو (کوکې) یو ګول لاس پالماس ته ورکی او لوبه ئې ۱ پر صفر د اتلاتیکو په ګټه کړه.
اوله نیمايي په داغه نتیجه خلاصه سوه، خو کله چي دوهمه نیمایي شروع سوه، نو (۶) دقیقې وروسته د اتلتیکو (انټوين ګرييَزمان) په هیډ یو ډېر جالبه ګول لاس پالماس ته ورکی او لوبه ئې ۲ پر صفر د اتلاتیکو په ګټه کړه، چي په داغه نتیجه هم د (۲۶۰۳۲) تماشاچیانو په موجودیت کي خلاصه سوه.
د یادوني وړ ده، چي اتلاتیکو به د لاس پالماس سره د برګشت لوبه د جانوري پر لسمه ولري.

1
د انګلستان په پریميرلیګ کي آرسنال د اې ایف سي بورنمټ سره جالبه لوبه مساوي کړه.
لوبه د بورنمټ په کوربه توب د دوی په (ګولډ سېنډز) سټوډیوم کي وه، چي ۳ پر ۳ مېلمنې لوبډلي آرسنال ور سره مساوي کړه.
د لوبي د شروع په (۱۶مه) دقیقه کي د بورنمټ (چارلي ډانييَل) یو جالبه ګول آرسنال ته ورکی او لوبه ئې ۱ پر صفر د بورنمټ په ګټه کړه.
تر دې ګول ۳ دقیقې وروسته پر آرسنال یوه فینالټي را ووتل، چي د بورنمټ (کالوم وېلسن) په ښه مهارت ګول کړه او لوبه ئې ۲ پر صفر کړه.
اوله نیمايي په داغه نتیجه خلاصه سوه، خو کله چي دوهمه نیمايي شروع سوه، نو په (۵۷مه) دقیقه کي د بورنمټ (ریان فرېزر) هم یو ګول آرسنال ته ورکی او لوبه ئې ۳ پر صفر د بورنمټ په ګټه کړه.
داسي فکر کېدئ، چي آرسنال به دا لوبه بایلي، خو تر دې ګولونو وروسته آرسنال خپله لوبه ډېره زوروره کړه، هغه وو چي په (۷۰یمه) دقیقه کي د آرسنال (الېکسیس سانچیز) په هیډ یو ګول بورنمټ ته ورکی او لوبه ئې ۳ پر ۱ کړه.
تر دې ګول پینځه دقیقې وروسته د آرسنال (لوکاس پېريز) په چپه پښه یو جالبه ګول بورنمټ ته ورکی او لوبه ئې ۲ پر ۱ کړه.
لوبه تر رسمي (۹۰) دقیقو پوري په داغه نتیجه روانه وه، خو په اضافه وخت کي د آرسنال (اولیوييَر جیروډ) هم په هیډ یو ګول بورنمټ ته ورکی او لوبه ئې ۳ پر ۳ کړه، چي په داغه نتیجه هم د (۱۱۲۰۲) تماشاچیانو په موجودیت کي مساوي خلاصه سوه.
د یادوني وړ ده، چي په دې مساوي سره آرسنال د جدول څلورم مقام ته د (۴۱) نمرو په درلودلو سره کښته سو.

2
د اسټرالیا په بیګ بېش لیګ کي سیډني سیکسرز د بریزبېن هیټ څخه لوبه وګټل.
په (BBL) یا بیګ بېش لیګ کي ۱۴مه لوبه د بریزبېن هیټ او سیډني سیکسرز تر مینځ وه، چي د ۳ ویکیټو په توپیر سیډني سیکسرز کلب وګټل.
په لوبه کي ټاس سیکسرز وګټی او اول ئې بالینګ واخیستی.
کله چي د بریزبېن لوبغاړي بیټینګ ته راغلل، نو په شل آوره کې د شپږ ویکیټو په بایللو سره سیکسرز ته (۱۸۷) هدف ورکی.
د دوی په لوبغاړو کي (جو برنز ۵۱) او (جیمي پيېرسن ۴۴) منډي وکړلې او د سیکرز په بالرانو کي (شان اېبَټ) درې ویکیټه، (جوهان بوتا) دوه او (هېنري تورنټن) یو ویکیټ واخیستی.
کله چي د سیکسرز لوبغاړي بیټینګ ته راغلل، نو په شل آوره کې د (۷) ویکیټو په بایللو سره د بریزبېن هدف ور پوره کی او لوبه ئې د ۳ ویکیټو په توپیر وګټل.
د دوی په لوبغاړو کي (ډانييل هیوجز ۸۵) منډي وکړلې او د بریزبېن په بالرانو کي (میچل سويپسن و بین کټینګ) دوه دوه ویکیټه او (جېک ویلډرموت و سېموَل بدري) یو یو ویکیټ واخیستی.
د یادوني وړ ده، چي د لوبي غوره لوبغاړی د سیډني سیکسرز  (ډانييَل هیوجز) وټاکل سو.

خبریال: اسد الله نوري

3

476 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

_99012085_5985d235-3d53-4700-b057-ca1fc7f76c49

پېښور: د کرني پر روزنیز مرکز ډله ییز برید کي نهه کسان وژل سوي

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کي د کرني وزارت پر یوه روزنیز مرکز ځانمرګو ...