د عامو لارو خرابول د خلكو سره څرګنده دښمني ده

د عامو لارو خرابول د خلكو سره څرګنده دښمني ده.

ليکوال: نور احمد اتل

عامه لاري د ټولو دپاره دي او ګټه يې ټولو عامو انسانانو او حتی څارویو ته هم رسېږي، دلاري جوړول نه تنها ډېر ثواب لري، بلکي خیرباقي او صدقه جاریه ده، هر څوک چي عامه لار، سړک او پُل جوړ او یا یوه درخته کښېږدي، نو ددې څخه به هغه صدقه جاریه حاصله سي او دلاري او پله جوړول ترټولو ډېر دثواب کار دئ.

د هيواد په مركز او ولايتونو کي د ښارونو او ولسواليو او د ولايتونو تر منځ غځيدلي لاري ټولي په ښه ډول ددولت لخوا جوړي سوي  او په خورا اسانۍ سره تګ راتګ ته زمینه برابره سوه.

%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%da%a9%d9%86%d8%af%d9%87%d8%a7%d8%b1-%d9%84%d9%88%db%8c%d9%87-%d9%84%d8%a7%d8%b1

د كندهار– كابل او كندهار– هرات، دکندهار څخه لښکرګاه روزګان، نیمروز، سپین بولدک او دکندهار ټولو ولسوالیو ته لاري په پاخه او اساسي ډول جوړي سوي او سفرونه يې د ورځو څخه ساعتونو ته را لنډ كړل.

خو، ناامنیو او د دولت وسله والو مخالفينو د وخت په تېرېدو سره لاري ډېري وراني كړلې او ډېر پلچكونه يې په بمونو والوځول.

په څو تېرو ورځو کي تاسي ولیدل، چي دهيواد دنورو عمومي لارو او پلچکونو د ورانولو سربېره يې د کندهار لښکرګاه عموسړک په ماینونو والوزه، پلچکونه يې ویجاړ او اکثره سړک يې دبلدوزر په واسطه وران او لاره يې دعامو خلګو پر مخ وتړل.

ff

که څه هم وسله والو مخالفینو په دې اړه اعلاميي نشر کړي، چي دوی عام المنفعه پروژې نه ورانوي او نه يې دکار مخنیوی کوي، خو دا هر څه یوازي تبلغات او دخلګو خطا ایستل وه، دوسله والو مخالفینو دا كار هم د خلكو سره او هم د خداى (ج) سره دښمني ده.

دسرخط ورځپاڼي دمعلوماتو له مخي، چي (( په تېرو دوو اوونيو کي وسله والو مخالفینو يوازي د لښکرګاه- کندهار پر لاره نهه پلونه الوځولي، طالبانو په هلمند کي د کندهار- لښکرګاه د لويي لاري تر څنګ د څلورو ولسواليو ګرمسېر، ناوې، مارجې او نادعلي عمومي لاري د ټرافيکو پر مخ تړلي، موټر چلوونکو ته يې امر کړی، چي د دوی له لوري په جوړه سوې درې متره لار دي سفر وکړي او دوی ته بايد د همدې خامي لاري باج هم ورکړي.

111

هر موټر چلوونکی، چي د نوي بغرا په درې متره سړک سفر کوي، اړ دئ، چي ۵۰۰ افغانۍ او هر موټر سايکل چلوونکی بايد ۱۰۰ افغانۍ طالب ته ورتحويل کړي.

طالبانو د ناوې ولسوالۍ د پاخه سړک د له منځ وړلو له ‌پاره لومړی له بلډوزرو او لويو ماشينونو کار واخيست، خو کله چي د پاخه سړک په ويجاړولو بريالي نه سول، نو يې د بغرا خاوري او خټي پر واچولې او د پاخه سړکه يې خام او کچه  جوړ کړ.

دوی په ټولو لويو او هغو فرعي لارو کي چي د دوی تر تسلط لاندي دي ماينونه ښخ کړي، خو کله چي امنيتي ځواکونه لاري پرانيزي، نو دوی بيا د ملکي وګړو پر موټرونو بريدونه کوي.))

15826267_716151175214848_4550240939636521342_n

اوس که حساب وکړو، چي ددې ورانۍ او دعامه تاسیاتو دورانولو تاوان چا ته رسېږي، دا ټول دعام ملت پرضد جګړه ده او نقصان يې هم ملت ته رسېږي، نو دا یو واضح حقیقت دئ، مخالفین یوازي دعام ملت سره دښمني کوي، دوی په هيواد کي دپردیو ګټي ساتي هغه که دهر چا پرضد او دهر چا په تاوان وي، خو دوی دي په دي پوه وي، چي افغان ملت  نور ویښ سوی او ددښمن په کړونو ښه خبر دی او ددوی په درواغجنو تبلیغاتو نه غولېږي.

دوی به په دې اعمالو سره خلګوته ستونزي جوړي کړي، خو خلګ او وطن به دلاسه ورکړي او لیري نه  ده، چي دبشپړه ناکامۍ سره به مخ سي.

1385 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

mian-page-14-651x260

ددولت وسله وال مخالفین دمالي ستونزو سره مخ سوي دي

په دې ورستیو وختو کي طالبان د سختو مالي ستونزو سره مخامخ سوي دي. ليکنه: ...