د سوریې په اعزاز ښار کي د تېلو ټانکر د چاودني له امله ۴۸ تنه وژل سوي دي

ترکیې ته نږدې د سوریې په سرحدي ښار کي د تېلو د یوه ټانکر په چاودنه کي په لسګونو تنه وژل سوي دي.

د سوریې د بشري حقونو څارونکو، وویل، د اعزاز ښار په شمالي برخه کي، چي د یاغیانو په کنټرول کي دئ، ۴۸ تنه ووژل سول.

اکثره وژل سوي کسان ملکیان دي، خو ویل کېږي، چي د هغو په منځ کي د سوریې د دولت ۱۴ وسله وال مخالفین هم شامل دي.

په لندن کي مېشتې د سوریې د بشري حقونو څارونکو دا هم ویلي، چي په دې چاودنه کي په لسګونه نور سخت ژوبل سوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د چاودنې مسؤلیت منلی نه دی.

دا د روسیې او ترکیې په منځکړتوب د دسمبر په دېرشمه د اوربند له ټینګېدو وروسته دوهمه لویه پېښه ده.

 

4344093_596

431 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

4

په کندهار کي اصلاح سوي تخمونه توليديږي

کروندګر، بزګران او باغ لرونکي له مودو راهيسي په دې تمه وه، چي په هيواد ...