د زراعتي علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون نوی رئيس کندهار والي ته معرفي سو

د هيواد د لوړو زده کړو وزارت په وړانديز او د جمهور رئيس محمد اشرف غني په حکم د هيواد د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون نوی رئيس ډاکټر خان محمد احمدزئ مقرر سوی او نن کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي ته د کندهار پوهنتون د رئيس د لوري وروپيژندل سو.

د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي د هيواد د زراعتي علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون نوي رئيس ښاغلي احمدزي ته ښه راغلاست ووايه او هغه ته يي په ورسپارل سوې دنده کي د لابريا هيله وکړل.

ښاغلي عزيزي وويل داچي ياد اکاډوميک مرکز نوی تاسيس سوی دی او د هند هيواد په مرسته مخي ته وړل کيږي نو لازمه ده چي د سته امکاناتو څخه په استفاده د علمي معيارونو په نظر کي نيولو سره پخپلو پښو ودريږي او د اوسني حالت څخه راووځي.

15894382_1217732994975365_1400281891315410452_n

په دغه ناسته کي د پوهنتون نوي مشرتابه ، چي تر دې وړاندي د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځۍ کي استاد وو د دولت د اعتماد او باور څخه مننه وکړل چي پر ده باندي يي کړی او ورته يي دغه دروند مسئوليت سپارلۍ دی.

ډاکټر خان محمد احمدزي ژمنه وکړل چي د ولايت مقام ، کندهار پوهنتون ، زراعت رياست او اړونده ادارو په مستقيمه همکاري او پوره همږغۍ به ياد علمي مرکز ته د هند هيواد په مرسته پراختيا ورکوي او هغو هيلو ته به ځان رسوي چي د هيوادوالو ارزوګاني دي.

بايد وويل سي په ياده ليدنه کي د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي ، د کندهار پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت مير توتاخيل او مرستيال انجينر عبداتواب بالاکرزی او د ولايت مقام مالي او اداري رئيس عبدالحنان منيب هم حضور درلود.

خبریال: عزت الله عزت

15873359_1217733144975350_2611569974728410644_n

x

دا هم وګورئ

دخبريالانو مصؤنيت د هيواد د قوانينو په رڼا کي دچارواکو مسؤليت دئ

دغه څرګندوني کندهار والي حیات الله حیات د خبریالانو د مصونیت په نوبتي غونډه کي ...