د امریکا استخباراتي ادارې: پرټاکنيز کمپاین انټرنيټي بريد د پوتین په امر سوی ؤ

د امریکا استخباراتي سازمانونو په تازه راپورونو کي ويلي، چي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هېلیري کلنټن د ناکامه کولو او ډونلډ ټرمپ سره په بریالیتوب کي د مرستي لپاره د امریکا ټاکنیز کمپاین باندي د څو اړخیزه عملیاتو امر ورکړی و.

دا راپور د امریکا مرکزي استخباراتو (سي آی اې)، فدرال پولیسو (اف بي آی) او ملي امنیت سازمان (ان اس اې) لخوا برابر سوی دئ.

دغه ادارې وایي؛ د روسیې عملیاتو پټ اړخونه لرل – لکه سایبري عملیات – او په ورته وخت کي د روسیې دولتي رسنیو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم د پیسو په بدل کې هڅې کولې.

د امریکا استخباراتي ادارو وړاندوینه کړې، چي روسیه احتمال لري، په راتلونکي کي د نورو هېوادونو پر ټاکنو د اغېز لپاره لکه د امریکا نورو ملګرو پروړاندي هم ورته ګامونه پورته کړي.

57854

2215 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

1 (66)

افغان سرتېرو په ځانګړو عملياتو کي ۲۱ تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د 205 اتل قول اوردو څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ګډو ...