د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په درې میاشتني سفر روانه سوه

 د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړي د (صحارا) جام په شل اووریزو لوبو کي د ګډون له پاره متحده عرب اماراتو ته ولاړل.
په لوبډله کي کپتان محمد اصغر ستانکزی، نوروز منګل، محمدشهزاد، محمد نبي، سمیع الله شینواری، دولت ځدران، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدران، راشد خان ارمان، امیر حمزه، نجیب الله تره کی، کریم جنت، فرید احمد ملک او نوین الحق مراد شامل دي.
د افغان کرکټ ملي لوبډلي منېجر (شېر اغا) همکار په دې اړه ویلي، چي دا لوبي د دوهمه درجه هيوادونو مهمي نړیوالي شل اووریزه لوبي دي.
د ده په وینا په دغو سیالیو کي اته لوبډلي برخه لري، چي پر دوو ګروپونو وېشل سوي دي. په الف ګروپ کي افغانستان، اېرلېنډ، نيمېبیا او متحده عربي امارات لوبډلي او په ب ګروپ کي نیدرلېنډ، سکاټلېنډ، عمان او هانګ کانګ لوبډلي شاملي دي، چي افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جنوري پر (۱۴مه) له اېرلېنډ سره، پر (۱۶مه) له اماراتو او پر ۱۹مه به د ګروپ آخیري لوبه له نمیبیا سره وکي، چي د داغه  (صحارا) جام فاینل به د جنوري پر (۲۰مه) وسي.
تر دې کپ وروسته به د افغانستان کرکټ ملي ټیم د متحده عرب اماراتو په تمریناتي کېمپ کي برخه واخلي او د فېبروري پر نهمه به د اسټرالیا سره ټېسټ لوبه وکي.
 ملي لوبډله به تر دې وروسته د فېبروري پر (۱۳مه) زمبابوې ته ولاړه سي او هلته به ددغه هیواد له ملي لوبډلي سره پنځه دانې یو ورځنۍ یا پینځوس آوریزه نړیوالې لوبي وکي.
د داغه کال د مارچ په میاشت کي به ملي لوبغاړي هند ته ولاړ سي او هلته به د اېر لېنډ سره شل اوریزه، پینځوس آوریزه او ټېسټ سیریزونه وکي.
د یادوني وړ ده، چي د افغانستان د کرکټ بورډ انتخاب کمیټې نوي مشر نوروز منگل ویلي، چي د ملي ټیم شاه پور ځدران او شفق الله شفق ته به د بیرته راتگ دپاره د تمریني لوبو فرصت برابریږي، ترڅو دوی جسماني او ذهني جوړ سي او بیرته به د ملي ټیم سره یو ځای سي.

1

د انګلستان په ایف آ کپ کي منچیسټرسیټي د وېسټهام یونایټیډ څخه جالبه لوبه وګټل.
لوبه د لندن ښار په (لندن) سټوډیوم کي وه، چي ۵ پر صفر مېلمنې لوبډلي منچیسټرسیټي د وېسټهام یونایټیډ څخه وګټل.
د لوبي په (۳۳مه) دقیقه کي پر وېسټهام یونایټیډ یوه فینالټي را و وتل، چي د سیټي (یحیا ټورې) په ښه مهارت ګول کړه او لوبه ئې ۱ پر صفر د سیټي په ګټه کړه.
تر دې ګول وروسته په (۴۱مه) دقیقه کي د وېسټهام یوه دفاعي (هاوارډ) یو بال د دفاع په نیت پر ځان ګول کی او لوبه ئې ۲ پر صفر کړه.
تر دې ګول دوې دقیقې وروسته د سیټي (ډېویډ سیلوا) هم یو ګول ویسټهام ته ورکړه او لوبه ئې ۳ پر صفر کړه.
اوله نیمايي په داغه نتیجه خلاصه سوه، خو د دوهمي نیمايي په پینځمه دقیقه کي د سیټي (سرجیو اوګویرو) هم یو ګول ویسټهام ته ورکی او لوبه ئې ۴ پر صفر کړه.
تر دې وروسته لوبه تر آخیرو دقیقو په داغه نتیجه روانه وه، خو په (۸۴یمه) دقیقه کي د سیټي (جان سټونز) هم یو ګول وېسټهام ته ورکی او لوبه ئې ۵ پر صفر کړه، چي په داغه نتیجه هم د منچیسټر سیټي په ګټه د (۵۶۵۷۹) تماشاچیانو په موجودیت کي خلاصه سوه.

2

د آسټرالیا په بیګ بېش لیګ کي اډیلایډ سټرایکرز د هابرټ هاریکېنز څخه لوبه وګټل.
د اسټرالیا د (BBL) یا بیګ بېش لیګ اتلسمه لوبه د اډیلایډ سټرایکرز او هابرټ هاریکېنز تر مینځ وه، چي د پینځو ویکیټو په توپیر اډیلایډ سټرایکرز وګټل.
په لوبه کي ټاس سټرایکرز وګټی او اول ئې بالینګ واخیستی.
کله چي هاریکېنز لوبغاړي بیټینګ ته راغلل، نو په شل آوره کې د (۸) ویکیټو په بایللو سره سټرایکرز ته (۱۶۲) هدف ورکی.
د دوی په لوبغاړو کي (ویسبسټر ۶۷) او (جانَتَن وېلز ۵۵) منډي وکړلې او د سټرایکرز په بالرانو کي (کریس جورډن) درې ویکیټه، (بین لافلین او بېلي سټانلېک) دوه دوه او (ټراویس هېډ) یو ویکیټ واخیستی.
کله چي د سټرایکرز لوبغاړي بیټینګ ته راغلل، نو په آتلس آوره کې د (۵) ویکیټو په بایللو سره د هاریکېنز ور کړل سوی هدف ور پوره کی او لوبه ئې د پینځو ویکیټو په توپیر وګټل.
د دوی په لوبغاړو کي (بین ډنک ۷۹) منډي وکړلې او د لوبي تر پایه هم اوټ نه سو او د هاریکېنز په بالرانو کي (سټارټ بروډ و ډېنييَل کریسټييَن) دوه دوه او (کینګسټن) یو ویکیټ واخیستی.
د یادوني وړ ده، چي د لوبي غوره لوبغاړی د اډیلايډ سټرایکرز (بین ډنک) وټاکل سو.

خبریال: اسد الله نوري

3

724 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

d

په ایران کي د اعدامونو اندازه د خطر تر کچي لوړه سوې ده

په ایران کي د بشري حقونو د څارني لپاره د ملګرو ملتونو استازي اسما جهانګیر ...