د شهید عبدالعلي شمسي ژوند لیک

د اسلام، هيواد، سولي او بشر دښمنانو يو ځل بيا خپله د کرکي څېره هيوادوالو ته وښودل او د کندهار مرستيال والي يې په شهادت ورساوه .

شهيد عبدالعلي شمسي د کندهار يوه مشهوره هستي ، ځوان استعداد ، د علم او سولي خوښونکي او بااحساسه شخص وو،چي په يوه ترهګريز بريد کي يې په شهادت ورساوه.

شهيد عبدالعلي شمسي د سيد محمد زوی د حاجي يار محمد لمسی په کال ۱۳۵۶ لمريز زېږديزکې د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانېستي.

نوموړي د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي کې د ليسانس تر کچې زده کړي کړي وې.

شهيد عبدالعلي شمسي د نورو بوختياوو ترڅنګ په سياسي او مدني فعاليتونو کې فعاله نقش لوبولي دی.

15826047_877904358979999_2624579116108948273_n

شهيد شمسي د ۱۳۸۰ کال څخه تر ۱۳۸۲ کال د وږي مياشتې پورې د ملي امنيت د کارکوونکي په توګه، ورپسې د ۱۳۸۲ کال څخه تر ۱۳۸۷ کال پورې د امنيتي ګارد مدير په توګه، د ۱۳۸۷ کال څخه تر ۱۳۹۰پورې د هلمند ولايت امنيتي مشاور په توګه، د ۱۳۹۰ کال څخه تر ۱۳۹۱ پورې د هلمند ولايت د باغران ولسوالۍ د اجرائيه عمومي مدير په توګه او ورپسې يې د ۱۳۹۳ کال د مرغومي له ۹ نېټې څخه د ۱۳۹۴ کال د مرغومي تر ۲۲ نېټې د کندهار ولايت د سرپرست مرستيال په توګه دندي ترسره کړي دي.

شهيد شمسي د تېر ۱۳۹۴ کال د مرغومي له ۲۲ نېټې څخه رسماً د کندهار ولايت د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله، چې له بده مرغه د ۱۳۹۵ کال د مرغومي په ۲۱ نېټه د سه شنبې مازديګر مهال، د افغانستان د سولي او ثبات د دښمنانو لخوا په ناځوانمردانه ډول د چاوديدونکو موادو د چاودولو په ذريعه هغه مهال چې په ولايت مقام کې يو رسمي غونډه روانه وه، شهيدکړ.

4

په دې پېښه کې څو تنه نور هم شهيدان او ګڼ شمېر زخميان سوي دي.

روح دي يې ښاد او ياد  دي يې  تل پاتې وي.

شهيد عبدالعلي شمسي دخپل کاري ماموريت دپيل سره سم په دې ولايت کي څو مهمو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړه.

د دولت او خلکو ترمنځ دفاصلې له منځه وړل ،ولسواليو ته دسفرونو پرمهال دخلکو له خولې دستونزو او غوښتونو اورېدل ، دکندهار معارف ته پام کول ، پرامنيتي ځواکونو دخلکو باور زياتول ، دسولي په برخه کي دوامداري هڅي او ګڼ شمېر نور مهم موضوعات هغه ټکي وه ،چي شهيد شمسي ورته جدي پاملرنه کول.

شهيد په کندهارکي دمعارف تنکي حالت سخت ځوراوه او هروخت به يې دخپلو ويناو پرمهال خلک تعليم ته هڅول.

15894934_889217907848644_2121658781892176946_n

شهيد عبدالعلي شمسي دظلم ، وحشت ، بربريت ، افراط او تفريط ،کلتوري او مذهبي تاوتريخوالو سخت خلاف و او هروخت به يې د دغه ناوړه اعمالو پرضد خپل اواز پورته کاوه.

ارواه ښاد شمسي يوسوله غوښتونکی دعدالت او قانون منونکی افغان و ،چي هم به يې پرځان او هم به يې نوروته دقانون او عدالت دتطبيق سپارښتنه کول.

ځوانان يې دوطن او خلکو خدمت ته هڅول بيا دوطن دوستۍ بله ځانګړنه وه.

د دې ناځوانمردانه بريد پرمهال نه يوازي دا،چي دولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي په شهادت ورسېد ترڅنګ يې په امريکا کي افغان ديپلومات يما قريشي ، دکندهار دبهرينو چارو رئيس شاه احمد سعيد ، دملي شورا دوه تنه غړي ، او دمتحده عربي اماراتو پنځه تنه ديپلوماتان هم په شهادت ورسيدل.

د دې بريد په ترڅ کي دکندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي ، دمتحده عربي اماراتو سفير جمعه الکعبي ، ملي تجاران او ځيني نور کسان ټپيان سول ،چي دامهال يې روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دي.

خبریال:ولي محمد انوري

1583 ټول کتل سوی شمېر 2 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

17498959_1356848817713838_3708342714218972113_n

د اوبو د تنظيم شورا د کندهار والي په مشرۍ غونډه وکړه

د اوبو د عادلانه وېش، ښه مديريت او ټولو سيمو ته پر وخت د اوبو ...