دمیوند ولسوالۍ امینتي چارواکي: په دې وروستیو کي يي وسله وال مخالفین سخت ځپلي

هغوئ زیاتوي،روان کال په دغه ولسوالۍ کي د وسلوالو مخالفینو لپاره دناکامیو ډک و،چي امنیتي ځواکونو له سختي ماتې سره مخ کړي.

بلخوا ددغه ولسوالۍ مسولین روان کال کي دبیلابیلو پرمختیائي خدماتو تر سره کولوخبر ورکوي.

دهمدې سره سم دسیمي خلک له خپل دولته خوښ دي او ورسره دهراز همکارۍ ډاډ ورکوي.

میوند ولسوالي دکندهار ښار لویدیځ لور ته لیري پرته  ولسوالي ده،چي ځیني وختونه د ناامنیو خبرونه ځني خپرېده،خو امنیتي مسولین په دې وروسیتو کي دزیاتو لاسته راوړنو خبر ورکوي.

دیادې ولسوالۍ امنیه قوماندان سمنوال سلطان محمد(اڅکزي) وايي،په بند تیمور کي يي وسلوال مخالفین له ماتي سره مخ کړي او دم ګړي يي هلته د ملي پولیسو زیاتي پوستي ځاي پرځاي کړي.

7

هغه زیاتوي د دې ترڅنګ يې دغورک ولسوالۍ په مربوطاتو کي هم وسلوال مخالفین سخت ځپلي.

د اڅکزي په خبره،د روان کال تر وروسیتو پوري به بیلابیل علمیات ترسره کوي،یاد کال به ددوئ لپاره دبریاو ډک وي او وسلوالو مخالفینو ته به سخته ضربه ورکوي.

هغه زیاته کړه،دمیوند ولسوالۍ سوربغل،کلان کچه او ګرماوک سیمي لا تر اوسه د وسلوالو په ولکه کي دي او په دغو سیمو کي به خپلو عملیاتو ته  دوام ورکوي.

دمیوند ولسوال عبیدالله خان پوپل بیا په روان کال کي د اړینو پرمختیائي خدماتو ترسره کولو خبره کوي.

هغه زیاتوي، پدي وروستیو کي دغه ولسوالۍ کي دوه بابه ښوونځي، یو شپاړل بستریز کلنیک،دوې داوبو ذخیرې او ورته نور اړین خدمات د دولت،ملي پیوستون او اړوند بیلابیلو خیریه ادارو لخوا ترسره سوي.

دولسوال په خبره،ددي ترڅنګ يي دسیمي خلکو ته دکار زمینه هم برابره کړې،چي دا مهال ۷ سوه کسان د MCG پروګرام له لاري په کارونو بوخت دي.

5

دهمدې سره سم ښاغلي پوپل په دغه ولسوالۍ کي د تاریاکو دکښت دکموالي خبر ورکوي.

هغه زیاتوی،هغه سیمي،چي ددوئ په واک کي دي هیڅ تاریاک پکښي ندي سوي،خو هغه سیمي،چي د وسلوالو مخالفینو په ولکه کي دي پکښي څلور فصله تاریاک کرل کيږي.

د ولسوال په خبره،وسلوال مخالفین دخپلو شومو موخو ترسره کول لپاره د تاریاکو د کښت له لاري خپل عواید لاسته راوړي.

دمیوند ولسوالۍ عام ولس له خپل دولته خوښ دي او زیاتوی،چي پدي وروستیو کي ورته زیات کارونه سوي.

هغوئ وايي،د روغتیا،پوهنې،اوبو او نورو اړینو برخو کي تر ډیره کار سوي او د اړوند مسولینو يي د لا زیاتو خدماتو ترسره کولو غوښتنه هم وکړه.

د دوئ په خبره په میوند ولسوالۍ کي امنیت ورځ تربلي دښه کیدو په حال کي دي او له خپله اړخه يي د دولت سره دهراز همکارۍ ډاډ ورکړ.

6

میوند ولسوالي دکندهار دزراغتي ولسواليو په قطار کي ده.

ددغه ولسوالۍ مسولین وايي،د ابو دکمښت له وجي يي زراعتي عایدات کم سوي او زیاتوي،چي ولایتي ادارې ورته د دهلي او نورو بندونو په رغولو سره ددغه ستونزي د له منځه وړلو ډاډ ورکړي.

یاده ولسوالي دکندهار ښار څخه شاوخوا ۶۰ کیلومټرۍ کي لیري پرته ولسوالي ده،چي دامهال ۳۱۰ کلي لري.

خبریال:عبدالقاهرپیوستون

3034 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

n1

سيلاب خيريه بنسټ د ډاکټر مامون طاهري دروغتيايي علومو د انستيټوټ سره په ۶۰٪ تخفيف د ۳۰۰ محصلينو دمنلو تفاهم ليک لاسليک کړ

دغه تفاهم ليک ددواړو لورو په لخوا د۳۰۰ هغه محصلينو له پاره لاسليک سو چي ...