حامد کرزي د کندهار تروریستي برید په کلکو ټکو وغندی

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د کندهار تروریستي برید چې په نتیجه کې یې د عربي متحده اماراتو د میلمنو په ګډون زموږ یو شمېر هېوادوال اوحکومتي مامورین شهیدان او ټپیان سول په کلکو ټکو وغندی.
 ښاغلي حامد کرزي دغه تروریستي برید چې په نتیجه کې یې وکیل بازمحمد جوزجاني، سناتور سراج الدین صفري، د کندهار د والي مرستیال عبدالعلي شمسي، د پخواني جمهور رئیس نږدې همکار او یو مستعد او تعلیم یافته ځوان یما قریشي او د عربي متحده اماراتو یو شمېر دیپلوماتان شهیدان او د کندهار د والي همایون عزیزي او د عربي متحده اماراتو د سفیر په ګډون یو شمېر نور ټپیان سوي، ‌د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل او د افغانستان د بدخواهانو کار وباله. 

160523181818_hamid_karzai_pashto_640x360_bbc_nocredit
 حامد کرزي د خپلې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د شهیدانو کورنیو او دوستانو او همداراز د عربي متحده اماراتو حکومت او خلکو ته وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له درباره شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا غوښتنه کوي.

1090 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

4

په کندهار کي اصلاح سوي تخمونه توليديږي

کروندګر، بزګران او باغ لرونکي له مودو راهيسي په دې تمه وه، چي په هيواد ...