جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، دکندهارتروریستي پېښه دي په پوره دقت و ارزول سي

د ارګ څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د افغانستان دښمنانو په کندهار کي زموږ یو شمېر هيوادوال، د کندهار والي او دمتحده عربي اماراتو سفیر د تروریستي پېښې هدف وګرځول. 

د متحده عربي اماراتو سفیر کندهار ولایت ته  د بشري مرستو په موخه د النهیان خیریه کور بنسټ دجوړولو لپاره تللی وو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د دغه وحشیانه برید د غندلو پرمهال وویل، د افغانستان د ثبات او پرمختګ دښمنان د دغه ډول تروریستي اعمالو په ترسره کولو سره د هېواد د ودانولو او پرمختګ لپاره زموږ د خلکو باور او پیاوړې ارادې نسي کمزوري کولای.

د هېواد جمهور رئیس وویل، دا اعمال په هیڅ وجه د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړيکي او همکارۍ نسي زیانمنولای.

جمهور رئیس غني اړوند مسوولینو ته دستور ورکړ، چي د کندهار د والي په مېلمستون کې  سوې تروریستي پېښه دقیقه وڅېړي. 

محمد اشرف غني د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژوري خواخوږۍ او ډاډګېرني مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کي هغوی ته د جمیل صبر او ټپیانو ته د سالمي روغتیا دعا کوي.

13950207115119547583524

2626 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

h

هلمند کي د پولیسو بست زون ته بهرني سلاکاران را ورسېدل

د پنځه سوه پنځم بست زون د پولیسو دفتر وايي، د بهرنیو ځواکونو دا سلاکاران ...