اووه کاله وروسته هلمند ته کتابونه را ورسېدل

 

په هلمند کي د تېرو اوو کلونو راهيسي دلته سلګونه زره زده کوونکو کتابونه نه لرل او دوی به د کتاب پلورنځیو کاپي کتابونه پخپلو پیسو پلورل.

د پنجشنبې په ورځ په کتابونو بار موټرونه لښکرګا ښار ته را ورسېدل، چي دا به د زده کوونکو لپاره څلور کاله نور هم د کتاب اسانتیا برابري کړي.

f

د هلمند د پوهني رئيس قدرت الله یعقوبي وايي، د پوهني وزارت څخه يې شپږ زره او اته سوه کارتنه کتابونه ترلاسه کړي دي، چي له ډېره وخته يې د انتقال چاري د ځینو دلایلو له امله ځنډېدلي وې، خو دوی وکړای سول، چي د ملي او ولایتي شورا د استازو په همکارۍ د کتابونو د را انتقال ستونزه حل کړي.

دی وايي، دا ځل یوازي څلور زره اته سوه کارتنه کتابونه را رسیدلي دي، چي پاته به يې هم په نږدې ورځو کي را ورسیږي.

د ده په وینا، دا کتابونه له لومړۍ تر دوولسم ټولګۍ پوري دي، چي راتلونکي څلور کلونه به د زده کوونکو لپاره د کتاب د نشتوالي ستونزه حل کړي.

ff

بل خوا ددې ولايت د ولایتي شورا رئیس محمد کریم اتل وايي، د هلمند زده کوونکي له ډېره وخته د کتاب څخه بې برخي وه، چي د دوی او نورو استازو په هلوځلو دغه کتابونه بېرته ترلاسه سول.

هغه وویل، د دې کتابونو په را انتقال کي، د کندهار ملي سوداګر حکمت الله ښادمن مالي مرسته کړې، چي د ده په وینا مننه ځيني کوي.

fff

چارواکي وايي، د پوهني وزارت هلمند ته د کتابونو د انتقال پروسه ځکه ځنډولې وه، چي په لاره کي د کتابونو د سوځېدو ګواښ موجود ؤ، خو اوس يې د ولسي مشرانو په مرسته دغه ستونزه حل کړې ده.

خبريال: عبدالرحيم مطمين

1103 ټول کتل سوی شمېر 1 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

3

هندوستان ته دوه تنه د هیروينو قاچاک وړونکي ونيول سول

د رواني مياشتي پر ۲۶ نېټه د امنيه قومندانۍ نشه يي توکو سره د مبارزې ...