ښځي هم دکار او زده کړو حق لري/ عبدالحق قيومي

ښځي هم دکار او زده کړو حق لري

ليکوال: عبدالحق قيومي

که موږ غواړو، چي خپله ټولنه باثباته کړو او یو پرمختللی هيواد ولرو، نو باید دا ومنو، چي د ښځو له فعاله او معقول ګډون پرته دا کار امکان نه لري.

ښځه د بشریت نیمه برخه ده او د هیوادونو پرمختګ او ثبات د ښځو د پرمختګ او تعلیم سره تړلی دئ.

د اسلام مبارک دین تر هرچا وړاندي ښځو ته د مشروع کار، سوداګرۍ او د ازاد انتخاب حق ورکړی دئ.

زموږ دګران هيواد په کلو او بانډو کي هم  ټولي ښځي کار کوي او د کورنۍ د اقتصاد تر نیمایي بار یې پر اوږو پروت دئ، نو آیا دا ممکنه ده، چي د ښځو له برخي اخستني پرته به نارینه په دې وتوانېږي، چي دغه ټول بار یوازي یوسي؟ نه هیڅکله یې نه سي کولای، خو له بده مرغه زموږ په ټولنه کي یو شمېر د اسلام څخه ناخبره دپردیو په لمسون د بېلابېلو عواملو په وجه ښځي دکار او د تعلیم له ستر نعمت څخه منعه کوي او نه پرېږدي، څو د اسلام د اصولو په رڼا کي کار وکړي او دخپل فامیل لپاره حلاله روزي پیدا کړي.

دا زموږ دټولني یو حقیقت دئ، چي تېرو ناخوالو زموږ زیات شمېر کورنۍ بې سرپرسته کړي او دکورنۍ یوازيني سرپرستان دهغه کور ښځینه دي او هغه باید کار وکړي او دا حق دوی ته اسلام او ټولو نړیوالو قوانینو ورکړی دئ، خو  زموږ دهیواد دښمنان نه غواړي، چي هيواد مو پرمختګ وکړي او ښځي هم، چي دټولني نیمه برخه تشکیلوي دخپل استعداد او لیاقت سره سم کار وکړي، چي ښه بېلګه يې د ترهګرو لخوا دشنبې په سهار دکندهار ښار د خواجک بابا په سیمه کي دپنځو تنو ښځینه کارمندانو په شهادت رسول دي، چي بیله کوم جرم  او شرعي نصحو په پام کي نیولو سره په شهادت ورسولې، ولي او دڅه دپاره ؟

تاسو وګورئ په ټولو اسلامي هيوادونو په ځانګړي ډول زموږ ګاونډي هيوادونه لکه پاکستان، ایران، تاجکستان او نورو هيوادونو کي ښځي په ټولو برخو کي زده کړي کوي، کارکوي او دهيواد په پرمختګ کي ونډه اخلي.

که چېري موږ حقیقت ته ځیر سو، نو دنړۍ په ټولو هوايي ډګرونو او دتلاښۍ په مرکزونو کي ښځینه پولیس موجود او ښځينه مراجعین تلاښي کوي، حتي په مکه معظمه او حرم شریف ته تلونکي ښځي هم دښځينه پولیسو لخوا تلاښي کېږي، داڅنګه کېدای سي، چي یو کار په ټولو اسلامي هيوادنو کي روا او دلته ناروا وي. داسي نه ده، بلکه دا ټول د دښمنانو  ناروا دسیسي دي.

په الهي کلام قران الکریم او ډېرو نبوي احادثو کي مسلمانانو ته دکار او زده کړي امر سوئ او په هغه کي هیڅکله هم دښځي او نر توپير نه دئ راغلی.

د زده کړو په اړه الله پاک فرمایي، ترجمه: ( ایا برابر دي هغه کسان، چي پوهېږي له هغو کسانو سره چي نه پوهېږي، یعني هیڅکله هم ندي سره برابر،) دلته هم خطاب عام دئ نر او ښخو د واړو ته.

ښځي چي د ټولني نیمایي برخه تشکیلوي، نو په ټولنه کي ښځینه ډاکترانو، استادانو… ته ستره اړتیا ده، که په یوه ټولنه کي ښځینه ډاکتره وجود ونه لري، نو هغه ښځینه ناروغاني، چي ولادي تکلیف لري دتداوۍ لپاره چېري ولاړي سي او همداسي دټولني په ټولو برخو کي.

نودا یو واضح حقیقت دئ، چي دهيواد دښمنان نه غواړي، چي یوه سو کاله او پرمختللې ټولنه ولرو او په هره برخه کي دپرمختګ خنډ ګرځي، ڼو ټولو هيواد والو ته لازمه ده، چي ددښمن په توطیئو پوه سي او دهغو په مقابل کي دخپل مشروع دولت ملاتړ وکړي او دترهګرو په وړاندي خپلي مبارزې ته دوام ورکړي.

capture

1755 ټول کتل سوی شمېر 8 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

taliban-fighter-457x300

دطالبانو مشران دخپلمنځي اختلافاتو له امله فرار ته مجبور سول/ مبين ځلاند

دطالبانو  مشران دخپلمنځي اختلافاتو له امله  فرار ته مجبور سول ليکوال: مبين ځلاند دطالبانو مشر ...