ظالم هیڅکله هم نه بریالی کېږي/ ليکنه عبدالحق منيب

ظالم هیڅکله هم نه بریالی کېږي

ليکوال: عبدالحق منيب

د هيڅ ظالم سره الله ج مرسته نه کوي، بلکي د ظالم د ظلم په مقابل کي د مظلوم دفاع کوي.

تاريخ شاهد دئ، چي په افغانستان کي هيڅ وخت هم د زور او سلطې حاکميت نه دئ بريالى سوى، افغانان هيڅ وخت هم جنګ ته نه دي تسليم سوي.

 نو فلهذا ځيني اشخاص غواړي، چي د ګاونډيو هيوادونو د منافعو او مفاداتو لپاره غواړي پر افغانانو او افغان حکومت هر څه په زوره تحميل کړي.

هره ورځ بېګناه خلک وژل کېږي، چاودني کېږي، ځان وژونکي بريدونه کېږي، په ګڼ مېشتو ولسي سيمو کي بمي چاودني کېږي، چي په پايله کي يې يوازي بېګناه افغانان په شهادت رسېږي.

5825607dc36188097f8b461b

ترهګرو څو ورځي وړاندي په مزارشریف ښارکي تر سلو زیات هيواد وال په یوه برید کي شهیدان او ټپیان کړل، چي دغه  یوناروا او اسلام ضد عمل دئ، دا ځکه، چي خداي ج  دبې دفاع او بیګناه انسانانو وژل په مطلق ډول منع کړي، چي دقران عظیم الشان دسورت النسا په ۹۳ ایات کي  کي فرمايې ! ژباړه :

( هغه څوک چي کوم مومن له پوهي او ادراک سره سره قصداً ووژني، نو دهغه سزا دوږخ دئ، چي په هغه کي به دتل لپاره استوګن وي، پرهغه د الله غضب او لعنت دئ او الله دهغه لپاره لوئ عذاب تیار کړي دئ ).

دوی هیڅکله هم دخلګو دهوسایني په هکله فکر نه کوي.

 دظلم او تېري په اړه الله (ج) دقران الکریم دسورت ابراهیم په ۴۲ ایت کي داسي فرمايي: ژباړه ( هيڅکله هم دا ګمان مه کوئ، چي هغه څه چي ظالمان او ستمګران يې ترسره کوي، الله تعالی ورڅخه بې خبره دئ، بلکي هغه ورځي ته يې ځنډولي کله چي مو سترګي رډي پاته وي ).

 په روانه جګړه کي تر ډېره ملت ځپل کېږي.

150813162920_shah_shaheed_explosion_640x360_bbc_nocredit

 هره ورځ د غم ټغر اوار وي، ويرونه او ساندي دي، د يوه کوره جنازه پورته کېږي، ماتم جوړ دئ، هره ورځ فاتحه ده او مېندي ژړېږي، په هر کلي او ښار کي فريادونه دي او د رواني جګړې څخه خلک کړېږي.

طالبان او حقاني شبکه بايد انساني او بشري حقوقو ته درناوى وکړي، خلک نور متضرر نه کړي، د خلکو د هستوګن ځايونو څخه سنګرونه جوړ نه کړي، بې ګناه خلک يرغمل نه کړي، ښځي، ماشومان، ډاکټران، انجنيران، پوهان، عالمان او د ښوونځيو استادان نور شهيدان نه کړي، عام المنفعه تاسيسات د اور خوراک نه کړي، جګړه بس کړي او نور خپل هيوادوال مهاجر او دربدره نه کړي، ځکه چي د جګړې پاى سوله ده، نو بايد سولي ته ترجېح ورکړل سي او نور د پرديو د ګټو روان جنګ ختم کړل سي.

_92604791_3f6b1031-3e5c-4965-9ad9-de5931ebe93a

454 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

taliban-fighter-457x300

دطالبانو مشران دخپلمنځي اختلافاتو له امله فرار ته مجبور سول/ مبين ځلاند

دطالبانو  مشران دخپلمنځي اختلافاتو له امله  فرار ته مجبور سول ليکوال: مبين ځلاند دطالبانو مشر ...