روسیه، ایران او پاکستان د افغان دولت پرضد دتروریستانو ملاتړ کوي

دڅه وخت راهیسي په ملي او نړیوالو مطبوعاتو کي داسي رپوټونه ورکول کېږي، چي روسیه او ایران دټولو نړیوالو او ډیپلو ماتیکو قوانینو او موازینو خلاف دطالبانو سره راشه درشه کوي او غواړي، چي طالبان د افغان حکومت پر خلاف تجهیز او تمویل کړي.

په دي اړه د روسیې، او ایران ډیپلوماتانو هم تائید کړې، چي دوی دطالبانو سره اړیکي نیولي دي.

15697483_368215780213427_8875833804286927345_n

اړینه خو داده، چي یاد هيوادونه باید خپلي غوښتني دنړیوالو قوانینوپه رڼا کي د افغان دولت سره شریکي کړي، نه داچي دغېر مشروع موازي ډلو سره اړیکي ونیسي.

ددې هيوادونو دا کار په ښکاره د افغانستان په چارو کي دلاسوهني په معنی توجه کېږي، په دې سره روسیه او ایران په دې هڅه کي دي، چي په افغانستان کي وسله والو طالبانو ته مشروعیت ورکړي او په دې سره د افغانستان دولت پرضد په ښکاره لاسوهنه وکړي.

ایران خو لا پخوا هم د وسله والو طالبانو سره اړیکي درلودې، خو د شنونکو په اند اوس په بشپړ جدیت سره غواړي د افغان دولت پرضد د طالبانو سره په خپلو مرستو کي زیاتوالی راولي.

د فراه ولایت والي آصف ننګ په وروستیو وختونو کي له هغه پټ او دښمنانه ملاتړ څخه پرده پورته کړه، چي ایران یې طالبانو ته برابروي.

3a69d616-fb20-4f32-b41a-fdd8723660b1_w610_r1_s

هغه د چارشنبې په ورځ (د ډسمبر۱۴مه) سلام ټایمز ته وویل، ((طالبانو په وروستیو وختونو کي په فراه ولایت کي یو لوئ بريد وکړ، وروسته له هغه چي هغوی د افغان امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ سول، یو شمېر طالبان بېرته ایران ته وتښتېدل) ننګ افغان رسنیو ته وویل، په فراه ولایت کي د ایران سره د افغانستان د سرحد په اوږدو کي د ۵۰۰۰ څخه ډېر طالبان موجود دي.

ننګ وویل، «په فراه ولایت کي د طالبانو قوماندانان د ایران څخه پوځي تجهیزات ترلاسه کوي.

هغوی د افغان امنیتي ځواکونو په مقابل کي په جګړه کي داسي مهمات او وسلې کاروي، چي په ایران کي جوړ سوي دي.

d7a6ff79-351a-4390-97b2-44bd70cf5fe9_w987_r1_s

مخکي له دې هم د وسله والو طالبانو پخوانی مشر ملامنصور وروسته له هغه د پاکستان په بلوچستان آیالات کي د امریکایي هوايي ځواک تر برید لاندي راغلئ، چي د روسيې او ایراني چارواکو سره تر لیدنو وروسته بیرته کوټي ښار ته پر لاره وو.

خو، دروسيې، ایران او پاکستان مشران او سیاسي استازي باید پوه سي، چي د افغانستان د حکومت او خلګو مشروع غوښتنې دادي، چي دوی د ډیپلوماتیکو او سیاسي قوانینو په رڼا کي خپلي غوښتني د افغانستان د حکومت سره شریکي کړي، نه داچي دطالب او داعش ترهګرو ډلو او د افغانستان دسولي او ثبات له دښمنانو سره خپلو موخو ته درسېدو په سبب اړیکي ټینګي کړي.

د ایران حکومت له لوري د اسلامي یووالي په کنفرانس کي دطالبانو او ورته نوروسیمه ایزو افراطي ډلو استازو رابلل، ددې ښکارندوی کوي، چي ایران او پاکستان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر وړاندي دموازي حرکتونو ملاتړ کوي، حال دا چي باید د اسلامي هيوادونو او دمسلمانانو ترمنځ یووالی په سیمه کي عملي او وساتي، نه داچي یوازي دیووالي شعارونه ورکړي او یا هم د افغانستان دثبات پر وړاندي ناوړه فعالیتونه پر لاره واچوي.

ليکوال: محمد وېس نظري

iran-mmap-md

1203 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

18057104_1426277867431610_6819491757666807454_n

د الله ج په کور کي ستر وحشت

ليکنه: عبدالله وحدت دڅولسيزو را په دې خوا په ګران هیواد افغانستان کي دوطن ددښمنانو ...